Author Archives: asad noori

د اسټرالیا حکومت وايي، په کابل کې په پرونۍ حمله کې د هغه هېواد هېڅ وګړي ته زیان نه دی رسېدلی.

د کابل په قابل بای سیمه کي پرون په داسي وخت کي چي د اسټرالیا د سفارت د کارکونکو موټر د تېرېدو په حال کي و، انتحاري حمله وسوه. د جرمني خبري اژانس په حواله، په پېښه کي یوه نجلۍ ووژل سوه او ۲۲ تنه زخمیان سول. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیري، جولي بېشوپ پرون جمعه په یوه خبرپاڼه ...

Read More »

د بورکینا فاسو پلازمینه اواګادوګو کي د فرانسې پر سفارت او یوه پوځي مرکز هم مهاله دوه غبرګ بریدونه سوي

د فرانسې سفارت چارواکي وايي، اوس امنیتي ځواکونو حالت کابو کړی دی. تر اوسه معلومه نه ده، چي دغه بریدونه کومي ډلې کړي. په بریدونو کې شپږ کسه ټپیان سوي دي، چي دوه یې ملکيان دي. پېښه کې رسماً د وژل سویو کسانو شمېر ۱۳ کسه اعلان سوي دي، خو یوې امنیتي سرچیني د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، یوازي ...

Read More »

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي ناروغۍ د یو فارم دوه زره چرګان وژلي دي

د سرچینې په خبره، د ناروغۍ نښي نښانې تر ډيره د انفلونزا وایروس دی. بلخوا د کرني مسٔوولین په دغه ولایت کي د انفلونزا وایروس د نشتون خبره کوي. د کندهار د کرني ریاست ویاند انجینر حبیب الرحمن سجاد وايي، د انفلونزا ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره يې د کندهار ولایت ته د چرګانو پر وارداتو بندیز لګولی دی. ...

Read More »

د افغانستان پخواني ولسمشر د حکومت له لوري د سولي وړاندیزونو څخه هر کلی وکړ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د حکومت له لورې د سولي د کوښښونو او د طالبانو له تحریک سره د مخامخ مذاکري او خبرو اترو د وړاندیز هرکلی او په کلکه ملاتړ کړی. پخواني ولسمشر همداراز د طالبانو له تحریک څخه غوښتي چي د سولي مذاکراتو ته لبیک ووایي او د امریکا پر ځای د افغانستان له ...

Read More »

په عراق کي د داعش یو لوی ډلیز قبر موندل سوی

عراقي ځواکونو ددغه هېواد په شمال لوېدیځ موصل ښار کي د داعش ډلي د ۷۰۰ جنګیالیو د ډله ییز قبر د موندلو خبر ورکړی. دغه راز د عراق په الزرکه کلي کي هم یو سل کسیز قبر موندل سوی، چې وژل سوي کسان ټول د داعش ډلې پوري اړوند دي. موصل ښار چي د داعش ډلې پلازمېنه بلل کېده د ...

Read More »

د پاناما پولیسو د ټرمپ ۷۰ پوړیزه هوټل کلابند کړی دی

د ټرمپ هوټل د پاناما پولیسو لخوا کلابند سوی دی د پاناما پولیسو د ټرمپ ۷۰ پوړیز هوټل هغه وخت کلابند کړ، چي د هوټل د مدیرانو او کار کوونکو تر منځ شخړه په تاوتریخوالي واوښته. د اسوشیتدپرس خبري آژانس د خبر له مخې، په هوټل کې له شخړې وروسته د پانامې پولیس، چي په زرې وسایلو سمبال وه، هوټل ...

Read More »

د هلمند ولایت اوسیدونکي د بریښنایي تذکرو د ویش ملاتړ کوي

راپور: جواد داوري دوي وايي، د بریښنا تذکرو په ویش سره به د افغانانو هویت تثبیت سي او همدارنګه هغه کسان چي ددي ملي پروسه پر وړاندي خنډ جوړوي باید مخه يې ونیول سي. د هلمند سیمه ایز چاوراکي هم غوښتنه کوي، چي د بریښنایي پیژند پاڼو د توزیع مخنیوي باید ونه سي. د شاوخوا شپږ کالو راهیسی په افغانستان ...

Read More »

په زابل ولایت کي د سرتیرو  ورځ ولمانځل سوه

راپور: نثار احمد څپاند د کب نهمه نیټه چي د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی له خوا د ځانګړی فرمان په ترځ کي د ملي امنیتي ځواکونو د ورځي په نامه نومول سوې ده، د نور ولایتو نو په څېر په زابل کي هم ولمانځل سوه چي پکښي د دولتي چارواکو، سرتیرو، قومي مشرانو دیني عالمانو او عامو خلکو برخه ...

Read More »

د کب نهمه چي د افغان امنیتي ځواکونو ملي ورځ ده، د کندهار د دوه سوه پنځم اتل قور اردو تر څنګ په پنجوايي ولسوالۍ کي هم ولمانځل سوه

دغه سرتیري یاده ورځ پر داسي مهال لمانځي چي د کندهار په مختلفو سیمو کي ګڼ شمیر سرتیري د وسله والو سره په جګړه کي ښکیل دي او د کندهار د مختلفو سیمو دغه سر تیري د خاوري او خلکو د دفاع په برخه کي ډاډ ورکوي. د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ سرتیري چي ډیری وختونه په میوند، غورک او ...

Read More »

د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کي د ساتوونکو ملي ورځ په ځانګړو مراسمو ولمانځل سوه

راپور: محمد یار مجرح په یادو مراسمو کي د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسٔولینو تر څنګ یو شمېر قومي مشرانو، د ولایتي شورا رئیس او غړو، مدني فعالانو او ځوانانو هم ګډون کړی وو. امنیتي مسٔولینو وویل، په جنوبي حوزه کي یې وسله وال سخت ځپلي او د هغوی لوی پلانونه یې شنډ کړي دي. کندهار والي په یادو مراسمو کي ...

Read More »