د کب نهمه چي د افغان امنیتي ځواکونو ملي ورځ ده، د کندهار د دوه سوه پنځم اتل قور اردو تر څنګ په پنجوايي ولسوالۍ کي هم ولمانځل سوه

دغه سرتیري یاده ورځ پر داسي مهال لمانځي چي د کندهار په مختلفو سیمو کي ګڼ شمیر سرتیري د وسله والو سره په جګړه کي ښکیل دي او د کندهار د مختلفو سیمو دغه سر تیري د خاوري او خلکو د دفاع په برخه کي ډاډ ورکوي.

د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ سرتیري چي ډیری وختونه په میوند، غورک او نورو ولسوالیو کي په جګړه بوخت وي د خپلو خلکو خدمت پر ځانونو فرض بولي او وایي، چي دښمن ته یي هر ځل غاښ ماتوونکي جواب ورکړی دی.

د پنجوایي ولسوالۍ سرپرست امنیه قومندان لعل محمد وایي، چي وسلې، مهمات، وسایط او ټانکونه لري، ځکه خو د وسله والو مخالفینو په وړاندي کمزوري نه دي او نه هم وسله وال د دوی په وړاندي مقاومت کولای سي.

هغه وایي چي د خپلو خلکو او خاوري څخه به تر هغو پوري دفاع کوي تر څو چي یې په بدن کي یو څاڅکی وینه وي.

دا مهال د کندهار په یو شمیر سیمو کي جګړې سته او د کندهار ډیري سیمي بیا د امنیتي سرتیرو د سرښندني له مخي د وسله والو مخالفینو له ولکي خلاصي سوي دي چي ور سره سم په کندهار کي د نسبي امنیت ډاډ هم رامنځته سوی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...