د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کي د ساتوونکو ملي ورځ په ځانګړو مراسمو ولمانځل سوه

راپور: محمد یار مجرح

په یادو مراسمو کي د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسٔولینو تر څنګ یو شمېر قومي مشرانو، د ولایتي شورا رئیس او غړو، مدني فعالانو او ځوانانو هم ګډون کړی وو.

امنیتي مسٔولینو وویل، په جنوبي حوزه کي یې وسله وال سخت ځپلي او د هغوی لوی پلانونه یې شنډ کړي دي.

کندهار والي په یادو مراسمو کي وویل، د کندهار په ټولو ولسوالیو کي امنیت دی خو د امنیتي ځواکونو تجهیزات باید زیات کړل سي.

د کندهار په دوه سوه پنځم اتل قول اردو کي د هیواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملي ورځ د امنیتي ځواکونو، قومي مشرانو او ځوانانو له خوا په ځانګړو مراسمو ولمانځل سوه.

په یاده غونډه کي د دفاع وزارت مرستیال ډګر جنرال اقبال علي نادري وویل، په جنوبي او جنوب لویدیځو ولایتونو کي وسله وال د بهرنیو استخباراتو په مرسته جنګیږي، خو افغان ځواکونو یې په وړاندي سخت مقاومت کړی او هغوی یې له منځه وړي دي.

په دي غونډه کي د کندهار د دوه سوه پنځم اتل قول اردو قوماندان برید جنرال امام نظر بهبود وویل، په جنوبي حوزه کي وسله وال سخت ځپل سوي او یوازي په تېر کال کي تر څلور زره زیاتو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دی وايي، د جنوبي او جنوب لویدیځي حوزې په ولایتونو کي شاوخوا ۶۶۰۰ وسله وال فعالیت لري چي تر ۷۰۰ سوه يې ډير بهرني وسله وال دي.

د کندهار د ۴۰۴ زون قوماندان مل پاسوال عبدالنبي الهام هم وویل، چي وسله والو غوښتل په تېر کال کي روزګان سقوط کړي خو ماتي يې وخوړل.

کندهار والي زلمي ویسا په یادو مراسمو کي د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چي د هغوی امکانات او تجهیزات باید زیات سي.

ده وویل، اوس مهال د کندهار په ټولو ولسوالیو کي امنیت د ډاډ وړ دی او ټولي سیمي له وسله والو څخه تصفیه سوي دي.

کندهار والي وايي، دا د امنیتي ځواکونو زړه وړتیا او د خلکو همکاري ده چي کندهار ډاډمن امنیت لري.

د افغان سرتیرو د ورځي په لمانځغونډه کي د ولایتي شورا رئيس او قومي مشرانو وویل، چي ملي پولیس، ملي اردو او ملي امنیت تل د هیواد د ساتني لپاره قربانۍ ورکوي چي باید ستاینه یې وسي.

دوی وویل، خلک تل د امنیتي ځواکونو سره همکار دي او باید لا هم یوموټي سي.

د کب د میاشتي نهمه نېټه چي د سرتیرو د ورځي په نامه نومول سوې هر کال په افغانستان کي د ځانګړو مراسمو په ترڅ کي لمانځل کیږي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...