راپور: سید حمید هاشمي
په دغه پروسه کي چي د ۲۵ هیوادونو استازو ګډون کړی وو هدف يي په هیواد کي دسولي تامین او د جګړي ختمول دي.
کندهار ښاریان وايي، حکومت او طالبان باید د یو بل وړاندیزونو او غوښتني ومني او په افغانستان روانه جګړه پای ته ورسوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې نړیوالي ناستي دوهم دور د ۲۵ هېوادونو د استازو او د ځینو نړیوالو سازمانونو د پلاوو په حضور کي پرانیستی.
د کندهار اوسیدونکي ددغو ناستي هر کلي کوي او وايي، چي دغه ډول غوڼدي کولای سي د سولي په برخه کي نوي پرمختګونه رامنځته کړي او د نړیوالو پام افغانستان ته راواړوي.
پداسي حال کي چي په دغه غوڼده کي ولسمشر له طالبانو څخه ځیني غوښتني وکړې خو د کندهار اوسیدونکي وايي، حکومت او طالبان باید د یو بل شرطونو او وړاندیزونه ومني.
دوی وايي، اسلامي هیوادونه هم باید په دغه پروسه کي منځکړیتوب وکړي او د حکومت مخالفین د سولي پروسي چمتو کړي.
د کابل پروسې په دوهمه ناسته کي چي د افغانستان په سولي او امنیت خبرې کېږي، د څه باندې ۲۵ هېوادونو لوړپوړي چارواکي، د ملګرو ملتونو او ناټو سازمان او ځینو نورو نړیوالو ادارو پلاوي برخه لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون