Author Archives: asad noori

افغان کرکټ ملي لوبډلي ویسټ انډیز ته ماته ورکړل

د لوبي پچه ویسټ انډيز وګټل او افغان لوبډله یې توپ وهني ته راوبلل. افغان توپ وهونکو ښه پیل نه درلود او هم باران د لوبي د ځنډېدو باعث سو، خو د افغان لوبډلي ویسټ انډيز ته په ۳۵ اورونو کي ۱۶۴ هدف ورکړ او ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل. د افغان لوبډلي لپاره ښه توپ-وهنه سمیع شینواري او ګلبدین نایب ...

Read More »

په کابل کي د سولي دوهمه ناسته

نن د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کي د سولي ټینګیدو اود تروریزم پر وړاندي د مبارزې پر مسئلو د بحث لپاره د پنځویشت هیوادونو او نړیوالو سازمانو د استازو په ګډون د کابل پروسې دوییم کنفرانس په ارګ کي په کار پیل وکړ. دي غونډي ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په خپله وینا کي ...

Read More »

امریکا به د سعودي عربستان سره د یوې معاملي په اړه خبري وکړي

امریکا له سعودي عربستان سره د اټمي انرژۍ د یوې معاملې په اړه خبرې کوي، چي له مخي یې ښایي ریاض ته اجازه وکړي چي یورانیم لا غني او هغه بیا چاڼ کړي. د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس، بلومبرګ او یوشمېر نورو رسنیو د راپورونو پر اساس، سعودي عربستان د ملکي اټمي انرژۍ د پروګرام د پیلېدو لپاره د معاملې ...

Read More »

هلمند: پولیسو په لښکرګا کي د غلو درې ډلي نیولي دي

د هلمند امنیه قوماندانۍ رسنیو ته د غلو هغه ډلي وښودلي، چي د دوی په وینا په ښار کي یې له خلکو غلاوي کولي. په دي ورستیو کي په هلمند کي د غلاو شکایتونه ډير سوه، چي د خلکو څخه په رڼا ورځ موټرسایکلان، پیسي او نور توکي اخیستل کېدل. د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپی وايي، پولیسو ...

Read More »

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د یکشنبې په ورځ د پکتیا د اوسیدونکو سره د خپل کار په دفتر کي وکتل

په دغه کتنه کي د دي تر څنګ چي د هېواد پر روانو حالاتو خبري وسوې ویناوالو د هېواد هر وګړی د دي خاوري صاحب وباله زیاته یې کړه، د پردیو د دسیسو پر وړاندې بریا، یوازي او یوازې زموږ په ملي اتحاد او اتفاق کي نغښتي ده. دوی همداراز د ملي وحدت د لا پیاوړتیا لپاره د هر راز ...

Read More »

په هلمند کي د ۲۱۵ میوند قول اردو ځواکونو ۱۱۷ میله وسلې نیولي دي

د دي قول اردو قوماندان تورنجنرال ولي محمد احمدزی وايي، چي دغه وسلې افغان ملي اردو او کمانډو ځواکونو د تیرو دریو میاشتو په ترڅ کي نیولي وې او تر ترمیم وروسته به بیرته ځواکونو ته په واک کي ورکړل سي ترڅو د جګړې پرمهال ورڅخه پوره ګټه پورته کړي. ښاغلي احمدزي وویل، چي دغه وسلې د میوند قول اردو ...

Read More »

پر کونړ د پاکستانیو توغندیو دوام

په کونړ کي امنیتي چارواکي وایي، پاکستاني پوځ یو ځل بیا د د یاد ولایت پر ځینو سرحدي سیمو توغندويز بریدونه کړي دي. د یاد ولایت د پولیسو ویاند فریدالله دهقان ویلي، چي له تيري شپې را په دېخوا پاکستاني پوځیانو پر دانګام، ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو شاوخوا ۱۷۵ توغندي توغولي دي. هغه وویل، چي توغندیو ځاني زیانونه نه دي ...

Read More »

اصغر ستانکزی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ، اوسهمال د زمبابوې په یوه روغتون کي د اپنډکس له امله بستر دی

د ډاکټرانو د وروستيو معلوماتو له مخي نوموړی به په څو شیبو کي عملیات سي. ددوی په خبره اصغر ستانکزی به په شاو خوا لس ورځو کي د لوبو کولو توانايې پيدا کي.

Read More »

په پاکستان کي افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال:  ولسمشر ته مي د ځان پر ځای د بل وړ کس د ګمارلو وړاندیز کړی

په اسلام اباد کي د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، ولسمشر محمد اشرف غني ته یې مکتوبي وړاندیز کړی چي پر ځای یې بل وړ کس د پاکستان لپاره خپل سفیر وټاکي. زاخېلوال نن دوشنبه پر ټوېټر لیکلي چي، د هغه د استعفا په اړه خپاره سوي خبرونه سم نه دي او د نوي سفیر تر ورتګه به خپل ...

Read More »

د نړۍ د لمریني انرژۍ تر ټولو لویه دستګا په مصر کي جوړیږي

د مصر دولت غواړي چي تر پخوا زیات له لمریني انرژۍ ګټه واخلي او د همدې هدف لپاره ددي هیواد په جنوب کي د نړۍ د ستر لمرین پارک د جوړولو چاري په چټکۍ رواني دي. ټاکل سوې ده چي راتلونکي ميلادي کال کي به د لمریزي انرژۍ د تولید دا لمرین پارک په کارپيل وکړي. په ۱۹۱۳م کال کي ...

Read More »