د نړۍ د لمریني انرژۍ تر ټولو لویه دستګا په مصر کي جوړیږي

د مصر دولت غواړي چي تر پخوا زیات له لمریني انرژۍ ګټه واخلي او د همدې هدف لپاره ددي هیواد په جنوب کي د نړۍ د ستر لمرین پارک د جوړولو چاري په چټکۍ رواني دي.

ټاکل سوې ده چي راتلونکي ميلادي کال کي به د لمریزي انرژۍ د تولید دا لمرین پارک په کارپيل وکړي.

په ۱۹۱۳م کال کي امریکايي څیړونکي فرانګ شومن د لمریني انرژۍ له لومړنیو دستګاوو څخه یوه یې د قاهرې په المعادي سيمه کی ولګوله او ویې ويل، شمالي افريقا به په راتلونکي کي دلمريني انرژۍ په تم ځاى بدله سي.

اوس داسي ښکاري چي د مصر دولت ژمن دی چي، ددي امریکايي مخترع او څیړونکي وړاندویني ته عملي شکل ورکړي.

په همدې خاطر د مصر د لمرینې انرژۍ د تولید په دي پارک انجنران او کارګران شپه او ورځ کار کوي.

دا د نړۍ د لمرینې بريښنا تر ټولو لوی پارک ګڼل کیږي چي د بريښنا د تولید اندازه به یې ۱۶۵۰ميګاواټه سره برابره وي. د انرژۍ دا اندازه د یوې لویي اتومي بټۍ څخه تر لاسه کیدونکي انژژۍ سره برابره ده.

امریکا او هندوستان هم اعلان کړی چي د لمرینې انرژۍ د پیاوړو دستګاو د رامنځ ته کولو په مقدماتي پړاوونو کي دي.

ویل کیږي، چي مصر د لمریني انرژۍ د تولید لپاره په طبیعي توګه مناسب شرایط لري ځکه دا هیواد په لمرین کمربند پروت او د لمر څخه د انرژۍ د تولید لوړ توان لري.

دا مهال مصر په سلو کي لس بريښنا له لمرینې انرژۍ برابروي. خو ویل کیږي چې تر ۲۰۲۲  کال پوري به دا اندازه په سلو کي شل او تر ۲۰۳۵ م  کال پوري به ددې هیواد په سلو کي ۳۷ مصرفي بريښنا له لمرینې انرژۍ څخه وي.

افغانستان هم د لمریني انرژۍ د تولید لپاره مناسب شرایط لري او څیړونکي باور لري که دولتي او خصوصي سکتور د لمرینې انرژۍ په برخه کي پانګونه وکړي، په دي هیواد کي د بریښنا د کمي ستونزه تر ډیره هواریدای سي.

یاران

 

 

x

دا هم وګورئ

د نړۍ تر ټولو کوچنی ځیرک تلیفون

د برطانیې مشهوري کمپنۍ زینکو ZANCO د USB فلش په ډول یا هم ددي څخه ...