راپور: سید حمید هاشمي په دغه پروسه کي چي د ۲۵ هیوادونو استازو ګډون کړی وو هدف يي په هیواد کي دسولي تامین او د جګړي ختمول دي. کندهار ښاریان وايي، حکومت او طالبان باید د یو بل وړاندیزونو او غوښتني ومني او په افغانستان روانه جګړه پای ته ورسوي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې نړیوالي ناستي ...
Read More »هسپانیول لوبډلي ریال مادرید ته ۱ د ۰ په وړاندي ماته ورکړل
د هسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۶ اونۍ په لوبو کي تیره شپه ریال مادرید لوبډله د اسپانیول میلمه وه، چي اسپانیول ۱ ګول پر ۰ ریال مادرید ته ماته ورکړه. د هسپانوي رسنۍ په حواله د اسپانیول لپاره ګولوهنه جیرارډ په ۹۳ یمه دقیقه کی ترسره کړه. د دوی په وینا په پرونۍ لوبه کي اسپانیول درې پاینټونه ترلاسه ...
Read More »امریکا پر پاکسان د فشارونو سره بیا هم د دي هیواد سره میلیونونه ډالر مرسته کړې ده
امریکا له پاکستان سره ۱۱۱ میلیونه ډالر مرسته کړې ده. د پاکستان د مالي چارو وزیر رڼا محمد افضل خان د پاکستان سنا ته د وینا پر مهال ویلي، چي امریکا ورسره د ترهګرۍ ضد مبارزې په موخه ۱۱۱ میلیونه ډالره مرسته کړې ده. دده په خبره دغه مرسته ټولټال ۱۳۲ میلیونه ډالره ده، چي له دي ډلي یوازي ۱۱۱ ...
Read More »واشنګټن پوسټ: امریکا باید همدا اوس له افغانستان ووزي
ورځپاڼي د ریچارډ کوهن یوه مقاله خپره کړې ده او په هغه کي راغلي، چي د افغانستان جګړه د امریکا او افغانانو لپاره خونړۍ ده نو امریکا ته په کار ده، چي له دغه هیواده ووزي. نوموړی په ویتنام کي د امریکا جګړو ته په اشارې ویلي، چي امریکا له دغه ځایه له وتلو پرته بله چاره نه لري او ...
Read More »په روزګان کي د ساتونکو ملي ورځ ولمانځل سول
راپور: اجمل وصال په روزګان کي د افغان ځواکونو ملي ورځ په داسي حال کي ولمانځل سوه، چي په دغه ولایت د جګړې د لومړۍ کرښي پولیس د لوږي سره مخ دي. د روزګان په مرکز ترینکوټ کي د کب نهمه د ملي ځواکونو ملي ورځ په داسي حال کي د مسٔوولینو لخوا ولمانځل سوه چي ددغه ولایت هغه لسګونه ...
Read More »هلمند: د ګرشک ولسوالۍ اوسیدونکو د ټاپي پروژې هر کلی وکړ
راپور: جواد داوري ځايي اوسیدونکو د ټاپی پروژې د امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه او همدارنګه يې له وسله والو طالبانو هم وغوښتل چي د هیواد د بنسټیزو پروژو په پلی کیدو کي لاس وهنه ونه وکړي. له دي سره سم په ګرشک ولسوالۍ کي د ټاپی پروژې په نوم یو څلي د بنسټ ډیره هم کیښودل سوه. په هلمند ...
Read More »د کندهار امنیتي چارواکي: په پولیسو کي د کندهاري ځوانانو جلب ۹۵ سلنه ته لوړ سوی دی
راپور: سید حمید هاشمي دوی وايي، اوس تر ډیره پولیس په مسلکي ډول روزل سوي، چي په مرسته يې د ښار امنیتي وضیعت هم ښه سوی دی. بلخوا د کندهار ښاریانو باور هم د پخوا په پرتله پر پولیسو زیات سوی او زیاتوي چي دوی له پولیسو سره خپله همکاري زیاته کړي ده. د کب یا حوت ۹ د سرتیرو ...
Read More »په کندهار کي اورښتونو خلګو ته د مالي زیان تر څنګ ځاني زیان هم اړولی
که څه هم د کندهار د ښاروالۍ مسٔوولين وايي، چي په کندهار کي د تېرې ورځي باران او ژلۍ کوم زيان نه درلود، خو ځايي خلګ وايي، د کندهار په چوڼۍ سیمه کي اوبو دوې ښځي وژلي او درې کسان يې ټپیان کړي دي. مسٔوولین وايي، پر غیر پلاني ساحو کي د کورونو جوړول به د طبعي پيښو پر مهال ...
Read More »طالبانو په روزګان کي ۳۰ مسافرین تښتولي
د رسنیو د راپورونو له مخي وسله والو طالبانو د روزګان کندهار پر لویه لار یاد کسان له موټر را ښکته کړي دي او نامعلوم ځای ته یې له ځان سره وړي دي. تر اوسه د یادو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل سوي او نه هم حکومتي چارواکو په دي اړه نظر څرګند کړی دی. تر ...
Read More »پاکستاني پوځیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کي پر کونړ یو ځل بیا توغندۍ توغولي
د کونړ امنيتي مسوولين وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دي ولايت په درېيو ولسواليو يو ځل بيا پاکستانيو پوځيانو د ډيورنډ کرښي له هغي غاړي ١٧٣ د لري واټن توغندۍ را ويشتلي دي. د دي ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسٔوول فريد دهقان د ياد مطلب د څرګندولو ترڅنګ ویلي، چي ١٥٠ توغندۍ د دانګام پر سور کمر ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون