واشنګټن پوسټ: امریکا باید همدا اوس له افغانستان ووزي

ورځپاڼي د ریچارډ کوهن یوه مقاله خپره کړې ده او په هغه کي راغلي، چي د افغانستان جګړه د امریکا او افغانانو لپاره خونړۍ ده نو امریکا ته په کار ده، چي له دغه هیواده ووزي.

نوموړی په ویتنام کي د امریکا جګړو ته په اشارې ویلي، چي امریکا له دغه ځایه له وتلو پرته بله چاره نه لري او باید رواني جګړې پای ته ورسوي.

لیکوال د یادي غوښتني تر څنګ د ځینو مسایلو په اړه اندېښنه هم څرګنده کړې ده. د لیکوال په وینا که امریکا له افغانستان ووزي نو ښایي طالبان هغو کسانو ته ستونزي جوړي کړي، چي امریکا پلوه وي، یا دوی بریالي سي، خو دا پېښه به هېچا ته په زړه پورې نه وي.

په مقاله کي راغلي، د طالبانو د بریا له خطر سره سره، امریکا باید له افغانستان ووزي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...