امریکا له پاکستان سره ۱۱۱ میلیونه ډالر مرسته کړې ده. د پاکستان د مالي چارو وزیر رڼا محمد افضل خان د پاکستان سنا ته د وینا پر مهال ویلي، چي امریکا ورسره د ترهګرۍ ضد مبارزې په موخه ۱۱۱ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
دده په خبره دغه مرسته ټولټال ۱۳۲ میلیونه ډالره ده، چي له دي ډلي یوازي ۱۱۱ میلیونه یې د پاکستان حکومت ته سپارل سوې ده.
وزیر وايي، په دي ډله کي ۱۹،۴۲۳ میلیارده کلداري د پاکستان افغانستان ترمنځ د پولې پر امنیت لګول کېږي او همدا راز څه باندې ۴۵ میلیارده کلداري بیا قبایلي حکومت ته ورکول کېږي.
د محمد افضل خان په خبره په یادو پیسو به په قبایلي سیمو کې په جګړو کې ویجاړ سوي ځایونه رغول کېږي او همدا راز به د هغو کډوالو پر بېرته راستونولو لګول کېږي چې د جګړو له امله بېځایه سوي دي.
پاکستاني چارواکي داسي مهال له دغه هیواد سره د امریکا د میلیونونو ډالرو مرستې خبره کوي، چې دغه هېواد د ترهګرو د ملاتړو په خړ لیست کي شامل کړل سوی دی او امریکا وایي، چي پر پاکستان به مالي فشارونه ډېروي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون