راپور: اجمل وصال
په روزګان کي د افغان ځواکونو ملي ورځ په داسي حال کي ولمانځل سوه، چي په دغه ولایت د جګړې د لومړۍ کرښي پولیس د لوږي سره مخ دي.
د روزګان په مرکز ترینکوټ کي د کب نهمه د ملي ځواکونو ملي ورځ په داسي حال کي د مسٔوولینو لخوا ولمانځل سوه چي ددغه ولایت هغه لسګونه سرتیري چي د جګړې په کرښي کي جګیږي وایي، دولت له پامه غورځولي او حق يې نه ورکول کیږي.
د روزګان مرکز ترینکوټ په نظامي لوا کي ددغه ولایت د والي په ګډون امنیتې مسٔوولینو، قومي مشران او لسګونه کسان راټول سوي او د ګلانو په ورکولو سره یې د امنیتي ځواکونو ستاینه ورکړل.
مسٔوولین وایي، امنیتي ځواکونه سرښندونکي دي او په دغه جګړه ایز ولایت کي د طالبانو د هر ډول بریدونو پر وړاندي د سپر په توګه دریدلي دي.
قومي مشران هم په دغه ولایت کي مېشت امنیتې ځواکونه د وسله والو په ځپلو کي بریالي بولي او یوځل بیا یې د ملاتړ ژمنه وکړل.
خو د یادي نظامي لوا په پنځه کلیومترۍ کي هغه لسګونه سرتیري چي د طالبانو سره ګوته پر ماشه ناست دي وایي، حق پر وخت نه ورکول کیږي او زیات وخت له لویږي سره مخ وي.
دوی خپل د اړوند چارواکو څخه ځکه ګیله مند دي چي په خبره د پامه يې غورځولي.
د جګړې په لومړۍ کرښه کي پولیس سرتیري په داسي حال کي پر وړاندي د سته ستونزو یادونه کوي چي په دغه ولایت کې روانه جګړه دوه کلنۍ ته رسیږي چې په دغه موده کي سلګونو امنیتې ځواکونو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون