هلمند: د ګرشک ولسوالۍ اوسیدونکو د ټاپي پروژې هر کلی وکړ

راپور: جواد داوري

ځايي اوسیدونکو د ټاپی پروژې د امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه او همدارنګه يې له وسله والو طالبانو هم وغوښتل چي د هیواد د بنسټیزو پروژو په پلی کیدو کي لاس وهنه ونه وکړي.

له دي سره سم په ګرشک ولسوالۍ کي د ټاپی پروژې په نوم یو څلي د بنسټ ډیره هم کیښودل سوه.

په هلمند کي د ټاپي پروژې ملاتړ ورځ تر بلی ډیریږي.

د ګرشک ولسوالي اوسیدونکو په یوه غونډه کي په  خوشحالیو سره د افغانستان په خاوره کي د ټاپی پروژې د پلی کیدو هرکلي وکړ او له حکومت څخه يې وغوښتل چي د امنیت په ټینګښت کي یې ډیری هلی ځلي وکړي تر څو خنډونه مخکي له مخکي له منځه وړل سوي وي.

دوي یو ځل بیا غوښتنه وکړه چي د یادي پروژې د پاره وړ او مسلکي ځوانان لري چي باید په دنده وګمارل سي تر څو له یوې خوا د بیکارۍ کچي کمه سي او له بلي خوا ددي ولایت اوسیدونکو ته کاري فرصتونه رامنځ ته سي.

پرهمدی مهال د ګرشک ولسوال محمد سلیم رودي مرکزي اداري ته ډاډ ورکړ، چي له ځایي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو سره يې ناستي کړي دي په لویه کچه ټول خلک ددي پروژې ملاتړ کوي او حتی د سیمي اوسیدونکي چمتو دي چي د امنیتي ځواکونو په څنګ دي د ټاپي پروژې امنیت ونیسي.

ده وویل، ولایتي ادارې ژمنه ورسره کړې چي ځوانانوته به یې د کار زمینه برابره وي او هغه مسیر چي د ټاپی پروژه له ګرشک ولسوالي څخه تیریږي تر میوند ولسوالي پوري که اړتیا پیدا سي امنیتي ځواکونه به عملیات ترسره کړي.

مخکي اندیښني موجودي وي چي ددي بنسټیزي پروژې پر وړاندي به امنیتي ننګوني رامنځ ته سي خو په دي وروستیو کي د هلمند میشتو امنیتي ارګانونو چمتوالي ښودلی دی چي د یادي پروژې د کار د ساحې او همدارنګه د کارکوونکو د امنیت دپاره کافی قوتونو به ځاي پرځاي کړي.

د ویلو ده چي د فراه ولایت څخه ورسته د ټاپي پروژه دهلمند ولایت  واشیرولسوالی  او ډیره برخه يې د ګرشک ولسوالي څخه تیریږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...