د کندهار امنیتي چارواکي: په پولیسو کي د کندهاري ځوانانو جلب ۹۵ سلنه ته لوړ سوی دی

راپور: سید حمید هاشمي

دوی وايي، اوس تر ډیره پولیس په مسلکي ډول روزل سوي، چي په مرسته يې د ښار امنیتي وضیعت هم ښه سوی دی.

بلخوا د کندهار ښاریانو باور هم د پخوا په پرتله پر پولیسو زیات سوی او زیاتوي چي دوی له پولیسو سره خپله همکاري زیاته کړي ده.

د کب یا حوت ۹ د سرتیرو د ورځي په نوم لمانځل کیږي.

له دې ورځي څخه اساسي موخه د افغان ځواکونو ستاینه بلل کیږي.

په کندهار کي د پولیسو د جلب او جذب قومندان محمد ظاهر ابدالي وايي، چي په پولیسو کي د ځوانانو لیوالتیا خورا ډیره سوې ده.

د هغه په خبره که څه هم مخکي د پولیسو په لیکو کي د کندهار دځوانانو شمیر کم وو خو اوس يې شمیر ۹۵ سلنه ته لوړ سوی چي ورسره د پولیسو تشکیل هم پوره سوی دی.

په کندهار ښار کي د امنیت د ټینګښت لپاره ولاړ پولیس هم وايي، چي دوی د خلکو خدمتګاران دي او چاته به اجازه ورنکړي چي په سیمه کي يې ناامني رامنځته کړي.

دوی له خلکو غواړي چي د پولیسو سره خپله همکاري نوره هم زیاته کړي او د امنیتي پېښو پر مهال دوی ته خبر ورکړي.

بلخوا د کندهار د اوسیدونکو باور هم د پخوا په پرتله پر پولیسو زیات سوی دی.

دوی وايي، د کندهار ښار امنیت د پولیسو د ښه کار او هڅو له امله ټینګ سوی، چي له امله يې دوی د ارامۍ ساه اخلي.

نن چهار شبنه د حوت ۹ په ټول هیواد کي د افغان امنیتي ځواکونو ملي ورځ ده، چي دغه ورځ به د مرکز کابل تر څنګ په ولایتونو کي هم د پولیسو د تشویق او ستایني په موخه په یو لړ مراسمو سره ولمانځل سي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...