که څه هم د کندهار د ښاروالۍ مسٔوولين وايي، چي په کندهار کي د تېرې ورځي باران او ژلۍ کوم زيان نه درلود، خو ځايي خلګ وايي، د کندهار په چوڼۍ سیمه کي اوبو دوې ښځي وژلي او درې کسان يې ټپیان کړي دي.
مسٔوولین وايي، پر غیر پلاني ساحو کي د کورونو جوړول به د طبعي پيښو پر مهال د ستونزو کچه نوره هم لوړه کړي.
په کندهار کی د دوشنبي په ورځ شاوخوا ۴ بجې تیز باران پيل سو چی تر څنګ يې ژلۍ هم مل وه.
د کندهار د ښاروالۍ مسٔوولین وايي، یادو اورښتونو په ښار کي په لږه اندازه مالي زیانونه اړولي خو زیاتوی چی کوم ځاني زیان نلري.
بل خوا ځايي خلګ وايي، چي د کانالیزاسیون د نشتون له امله اوبو د ښار پر سړکونو لاره کړې وه، چي د خلګو کورونو ته ننوتې او د مالي تاوانونو تر څنګ يې ځاني تاوان هم واړوي.
د خلګو په وینا د اورښتونو له امله دوې ښځي ووژل سوې او درې کسان يې ټپیان کړه.
بلخوا د کندهار ښاروالۍ ویاند زمری څرګند وايي، چي باران په کندهار ښار کي په کمه اندازه مالي تاوانونه اړولي دي.
دی وايي، مالي زیانونه هغو کسانو ته اوښتي چي په غیر پلاني ساحه کي يې کورونه جوړ کړي دي چي په خبره يې د ښاري کانالیزیاسیون د نشتون له امله به یادي ستونزي نوري هم ډیري سي.
څرګند وايي، ښاروالۍ د ژمي له راتګ مخکي ټول تدابیر نیولي خو زیاتوي چي د کانالیزاسیون جوړول د اوبو رسولو ریاست دنده ده.
بلخوا د اوبو رسولو ریاست مسٔوولین وايي، چي د کندهار ولایت سروې يې کړې او ډیر ژر به په دغه ولایت کي د ښاری کانالیزاسیون چاري پيل سي.
د اوبو رسولو ریس انجینر محمدنادر کاکړ وايي، چي ښاري کانالیزاسیون په واسطه د ښار ککړي اوبه ایستل کیږي خو زیاتوي چي د اورښتونو اوبه باید د کانالونو په زریعه له ښار څخه وایستل سي.
د کندهار نفوس د پخوا په پرتله څو برابره زیات سوی، په دغه ښار کي پر خپل سر او په غیر پلاني ساحو کي د ودانیو جوړول د ښار خلګ نور هم انديښمن کړي چي د لږ اورښت له امله هم خلګو ته زیات تاوانونه اوړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون