Author Archives: asad noori

سوداګر: د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کي طالبانو لسګونه موټر درولي او غواړي له هغوى څخه محصول واخلي

يوه سوداګر چې نه يې غوښتل نوم يې خپور سي وايې، چې نن سهار يې دوه کانټينرونه مال چې په يوه بار وړونکي موټر کې بار دي، د نيمروز د خاشرود ولسوالۍ په غورغوري سيمه کې د طالبانو له خوا درول سوى دى. ده زياته کړه، کابو ١٥٠ نور موټر هم په دې سيمه کې د لارې پر سر په ...

Read More »

په ارزګان ولایت کي اووه وسلوال طالبان وژل سویدي

په ارزګان کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې لوا قوماندان رحمت شاه قیمتي وايې، د ارزګان د مرکز ترینکوټ په ختیځه برخه کې پرون ناوخته په ځمکنیو عملیاتو سربیره هوايې بریدونه سوي او طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. افغان پوځ وايي، د ترینکوټ په ختیځ کي طالبانو د له منځه وړلو لپاره له شلو ورځو راپه ...

Read More »

د هرات امنیتي مسؤلین: په تیرو لسو ورځو کي یې ۴۵ کسان د مختلفو جرمونو په تور نیولي دي

یاد چارواکي وایې، چی یاد کسان د قتل، وسله والو غلاوو، د مخدره توکو د خرڅلاو، د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالی او ورته نورو جرمونو په تور د هرات ښار د امنیتی حوزو د پولیسو له لوری نیول سوي دي. امین الله امین د هرات ولایت د امنیت سرپرست آمر :((  په یاده موده کی دوی د وسله والو ...

Read More »

د کندهار ښاروالي: د کلالۍ کرې به له ښار څخه لیري سیمو ته وباسي

په کندهار کې د منګیانو، تنورانو او ورته نورو توکو شاوخوا دېرش کرې فعالي دي چې زیات شمېر کسان پکښي په کار بوخت دي. دغه کرې اکثره د کندهار د پنځلسمي ناحیې اړوند د حاجي عرب په سیمه کې دي، خو د دغه سیمي خلګو څه موده مخکې شکایت کړی وو چې د کرو له دود څخه په تکلیف دي ...

Read More »

په کندهار کي د بهرنیو هیوادونو د قونسلګریانو لپاره ډیپلوماتیک ښارګوټی جوړیږي

کندهار ښاروال وايې په ښار کي د قونسګرایانو موجودیت د ترافیکو لپاره یوه ستونزه ده او هڅه کوي چي دغه اداري دښار د مرکزي نقطي څخه انتقال کړي. بلخوا د افکو نړیوالي کمپنۍ لخوا ددغه ښارګوټی لپاره په عینو مینه کي ۱۴۷ جریبه مځکه ورکول سوي ده. په کندهار کي د افکو کمپنۍ، بهرنیو چارو ریاست او ښاروالۍ مسولینو د ...

Read More »

یو شمېر قومونو په خوست ولایت کي د مېشتو کوچیانو پر وړاندي عامه لاري تړلي دي

کوچیان وایي د لارو د تړلو له امله یې له ښار سره اړیکې پرې سوي دي او ناروغان یې په کلیو او بانډو کې بند پاته دي، خو مقابل قومونو بیا کوچیان پدې تورنوي چې ګني ځای یې معلوم ندی او په هر ځای کې یې ځمکې غصب کړیدي . د خوست ولایت په بېلا بېلو سیمو کې پر مېشتو ...

Read More »

د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ اړوند سیمه کي د یوه ۳۰۳ موټر او ټانکر د ټکر له امله ۵۵ تنه سپرلۍ ټپیان سوي دي

دغه ټپیان چي ۱۱ تنه يې د ۲۱۵ میوند قول اردو  د څلورمي پلي لوا روغتون ته یوړل سول او تر تداوۍ وروسته رخصت سوه او پاته ۴۴ ټپیان د ۲۱۵ میوند قول اردو د ښوراب روغتون ته د  ملي اردو ځواکونو په مرسته راوړل سول او تر تداوۍ لاندي سوه . د ښوراب نظامي آډې د روغتون ډاکتران وايې ...

Read More »

د هرات ولایت اوسیدونکي په دي ولایت کي و روغتیایې آسانتیاوو ته د کم لاس رسي څخه سرټکوي

دوي وایې د دي ولایت حوزوي روغتون چي ۶۵۰ بستره لري د دوي اړتیاوي نه سي پوره کولای او د پراخوالي غوښتونکي یې دي. د بلی خوا د دي ولایت ځايې چارواکي هم د روغتیا په برخه کي ګڼي ستونزي مني خو وایې په دي هڅه کي دي چی لمنځه یې یوسي. د هرات ولایت حوزوی روغتون چی په لویدیځه ...

Read More »

د کندهار نړيوال هوايې ډګر څخه څلوېښت ميټريک ټنه وچه مېوه هندوستان هيواد ته ولېږدول سول

په ليږدول سوې ميوه کي ۳۰ ټنه کشمش او ۱۰ ټنه توري وڅکي وې چي  د کارګو پرواز په وسيله د کندهار نړيوال هوايي ډګر څخه هندوستان هيواد ته ولېږل سول. د هند او افغانستان تر منځ د هوايي دهلېز تر پرانيستلو وروسته دا د کارګو پنځم پرواز دی چي د کندهار نړیوال هوايي ډګر څخه هندوستان هيواد ته تر ...

Read More »

د کندهار د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي ثبت سوې کچه د تیر کال په پرتله پورته سوې ده

د کندهار د بشر حقونو خپلواک کمیسون سیمه ییز دفتر: په تیر ۲۰۱۷ کال کي د کندهار او زابل  ولایتونو کي شاوخوا ۶۰۰ ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. مسوولین د ملکي مرګ ژوبلي لاملونه د سړک غاړي ماینونه، د دولت اووسلوالو تر منځ جګړې او د هوايي ځواکونو بې هدفه بریدونه یادوي. تیر ۲۰۱۷ کال په افغانستان کي تر ...

Read More »