په کندهار کې د منګیانو، تنورانو او ورته نورو توکو شاوخوا دېرش کرې فعالي دي چې زیات شمېر کسان پکښي په کار بوخت دي.
دغه کرې اکثره د کندهار د پنځلسمي ناحیې اړوند د حاجي عرب په سیمه کې دي، خو د دغه سیمي خلګو څه موده مخکې شکایت کړی وو چې د کرو له دود څخه په تکلیف دي چې تیره ورځ په دې اړه ښاروالۍ د کرو مالکین ښاروالي ته ورغوښتي وه.
د کرو مالکین:(( ښاروالي دي مځکه ورته وټاکي دوی به هلته خپل کار ته دوام ورکړي)).
دغه کسانو په کندهار ښاروالي په یوه غونډه کې وویل، دوی تکلیف کاږي خو عاید یې ډېر نه دي باید ستونزي ورته جوړي نه سي.
د کندهار ښاروالي مرستیال محمد نسیم رضايي د خلکو سره په دغه غونډه کې: (( یادې کرې اکثره په رهایشي سیمي کي جوړي دي چې خلک یې په عذاب کړي دي)).
هغه وویل، پر دې به وروسته پرېکړه وکړي چې باید دغه کسانو ته کومه سیمه وټاکل سي چې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
هغه له دغه کسانو څخه وغوښتل چې په کرو کې داسي توکې ونه سوځي چې ډېر دود کوي او یا هم خلکو ته ستونزي جوړي کړي.
په کندهار کې د کلالۍ کسب له ډېر پخوا څخه دوام لري چې زیات شمېر کسان په دې کار بوخت دي.
دغه کسب که څه هم ډېر پخوانی تاریخ لري خو اوس ځیني نوښتونه پکښې راغلي او کسب کاران کوښښ کوي چې په دغه کسب کې لا هم نوښتونه وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون