کندهار ښاروال - انجنیر روښان ولسمل

په کندهار کي د بهرنیو هیوادونو د قونسلګریانو لپاره ډیپلوماتیک ښارګوټی جوړیږي

کندهار ښاروال وايې په ښار کي د قونسګرایانو موجودیت د ترافیکو لپاره یوه ستونزه ده او هڅه کوي چي دغه اداري دښار د مرکزي نقطي څخه انتقال کړي.

بلخوا د افکو نړیوالي کمپنۍ لخوا ددغه ښارګوټی لپاره په عینو مینه کي ۱۴۷ جریبه مځکه ورکول سوي ده.

په کندهار کي د افکو کمپنۍ، بهرنیو چارو ریاست او ښاروالۍ مسولینو د هند، ایران او پاکستان د قونسلانو سره هغه سیمي وکتلي چي پکښي ډیپلوماتیک ښارګوتي جوړیږي.

ددغه ښارګوټي په اړه د بهرنیو چار ریٔس ظاهر الکو یادو کونسلانو ته معلومات ورکړه او هغوی ته يې د هر ډول امکاناتو د برابرولو ډاډ ورکړی.

کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل: (( غواړي د ښار د منځ څخه د بهرنیو هیوادونو قونسلګریاني بلي سیمي ته انتقال کړي تر څو په ښار تړل سوي لاري د ترافیکو پر مخ خلاصي سي)).

د هغه په خبره تر اوسه د نوي ډیپلوماټيک ښارګوټي لپاره ساحه نده نهايې سوي خو عینو مینه او دعینومیني مخامخ سیمي ورته په نظر کي نیول سوي دي.

خو د افکو نړیوالي کمپنۍ د انجنیری ټیم مسول انجنیر عبدالکریم: (( دوی په عینو مینه کي د یاد ښارګوټي لپاره ۱۴۷ جریبه مځکه د بهرنیو چارو ریاست ته په واک کي ورکړي)).

هغه وايي په یاده سیمه کي د بهرنیي ډيپلوماټانو لپاره ټول امکانات هم په نظر کي نیول سوي دي، او مصون چاپیریال ورته برابر سوی دی.

په عینو مینه کي دا مهال د دولتي ریاستونو په ګدون ۴۷ بیلابیلي اداري فعالیت لري

اوسمهال په کندهار ښار کي یوازي د هند، ایران او پاکستان قونسلګریاني فعالیت لري چي له یوې خوا يې ځیني لاري د خلکو پر مخ تړلي دي او له بلي خوا يې امنیتي ستونزي هم رامنځته کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...