امین الله امین- د هرات ولایت د آمنیت سرپرست آمر

د هرات امنیتي مسؤلین: په تیرو لسو ورځو کي یې ۴۵ کسان د مختلفو جرمونو په تور نیولي دي

یاد چارواکي وایې، چی یاد کسان د قتل، وسله والو غلاوو، د مخدره توکو د خرڅلاو، د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالی او ورته نورو جرمونو په تور د هرات ښار د امنیتی حوزو د پولیسو له لوری نیول سوي دي.

امین الله امین د هرات ولایت د امنیت سرپرست آمر :((  په یاده موده کی دوی د وسله والو مخالفینو په وړاندي هم د دي ولایت په مختلفو ولسوالیو کي عملیات تر سره کړي چی په خبره یې و سله والو ته یې ګڼ شمیر مرګ ژوبله هم اړولي ده.

د ښاغلی امین په خبره دوی د مرکزي چارواکو د لارښوني سره سم د ښکاري وسلو او د امنیتي ځواکونو د یونیفورمونو د خرڅلاو دوکانونه هم ټړلي او توکي یې ضبط کړې دې.

د ده په خبره د یادو وسلو او کالو څخه په ډیرو جنایې پیښو کي کاراخیستل کیدی.

د هرات ولایت امنیتی چارواکي خپل د هڅو د ګړندي کیدو او د مجرمینو د نیولو خبري په داسی حال کي کوي چي په دا ورستیو کي په هرات کي ددي ترڅنګ چي وسله والي غلاوی ډیری سوی، هدفی وژنو هم زور اخیستی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...