Author Archives: asad noori

د کندهار ښار اوسیدونکي د دولتي مسٔولینو سره جرګه سول

کندهار ولایتي شورا له نژدې مودي راهیسي د خلکو د ستونزو په موخه د ښار د ناحیو د اوسیدونکو د ستونزو د حل پروسه راپيل کړي، په دي پروسه کي خلک، امنیتي چارواکي او د ښاروالۍ مسوولین په کډه له یو بل سره خپلي ستونزي شریکوي. د کندهار د اوومي ناحېې اوسیدونکو د پولیسو او ولایتي شورا له امنیتي کميټي ...

Read More »

په کندهار کي د زده کوونکو څخه د ازموینو اخیستلو لړۍ پیل سوه

د پوهني ریاست مسولین وايي، چي دغه څلور نیم میاشتنۍ ازمویني به په شفاف ډول په ټولو ښوونځيو کي تر سره سي. د کندهار مرستیال والي او د پوهني رئیس وایي، هڅه کوي چي په ښوونځیو کي د زده کوونکو ستونزي د امکان تر حده حل کړي. د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب د ازموینو د پیل پر مهال وویل، ...

Read More »

روغ ژوند / تاوتريخوالی ، او پرکوچنيانو يې بدي اغیزې

لیکوال: نور احمد ناصري   ګرانو لوستونکو!  تاوتریخوالی یو له لویو ستونزوڅخه شمیرل کیږي چي د نړۍ د ځينو نورو هيوادونو ترڅنګ  افغانان  هم ځيني زوريږي او د دوی ژوند یې له خطرونو او خنډونوسره مخامخ کړی دی خو نن زه پدې ليکنه کي پرسياسي او يا هم امنيتي تاوتريخوالي بحث نه کوم بلکي د کوچنيانو په وړاندي پر تاوتریخوالي ...

Read More »

په کندهار کي ازادۍ دولتي مطبعې له تیرو یوولسو کلونو بندیدو وروسته بیا فعالیت پيل کړی دی

راپور        محمد یار مجروح د ازدۍ په نوم یاده مطبعه د طلوع افغان تاریخي ورځپاڼي همزولي ده او پوره ۹۴  کاله يې د ټول لوی کندهار چاپ چاري په ښکلي صحافت ترسره کړي دي. په دې تاریخي مطبعه کي طلوع افغان ورځپاڼه، کندهارمجله، هلمند جریده او دهیواد پر نورو معتبرو رسنیو سربیره د لوی استاد علامه عبدالحي حبیبي ...

Read More »

په کونړ ولايت کي د ددولت د وسله والو مخالفينو يو مشهور قوماندان وژل سوى دى

د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چي دا پېښه تېره شپه د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې رامنځته سوې ده. د کونړ د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسٔول د دغي پېښي د تاييد ترڅنګ وايي، دا پېښه د ناړۍ ولسوالۍ د باټاس په کلي کي رامنځته سوي ده او وژل ...

Read More »

په روزګان ولایت کي ګڼي سیمي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکي سوي دي

د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايې، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کي د افغان پوځ په هوايې او ځمکنيو عملیاتو کې شااوخوا ۴۰ وسله وال طالبان مړه او ټپيان سوي او په خبره یې چي د یادو عملیاتو پرمهال يې ګڼي سیمي د وسله والوطالبانو له شتونه پاکې کړې دي. خو په دغه ولایت کي د عامه ...

Read More »

په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۵۱ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتي

یاد خبر د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوي خبر پاڼه کي خپور سوی. په خبرپاڼه کې راغلي چي افغان امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتونو کې په ننګرهار، کونړ، غزني، لوګر، میدان وردګ، کندهار، ارزګان، زابل، فاریاب او هلمند ولايتونو کي عمليات کړي دي. سرچينه وايې، چي په دي عملياتو کي ٣٣ وسله وال طالبان وژل ...

Read More »

په کونړ ولایت کي ۳ ماین ښخوونکي وژل سویدي

په ختیځ کي له ۲۰۱ سیلاب قل اردو  څخه رسنیو ته په لیږدول سوي  خبرپاڼه کې ویل سوي چي تېره ورځ یوه ډله وسله وال چي غوښتل يې د سرکاڼو ولسوالۍ په لویه لاره کې ماینونه ځای پر ځای کړي، د دوهمې پلې لوا سرتېرو ورسره جنګ کړی ۳ ماین ايښودونکي يې وژلي او دوه حلقې ماینونه يې نیولي دي. ...

Read More »

د سوريې او عراق څخه داعشیان د ایران له لاري د افغانستان شمالي سیمو ته انتقال سوي دي

د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتیار چې پرون ‌یې په کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل چې ایران غواړي د سوریې او عراق لوبه په افغانستان کې هم تجربه کړي. ښاغلی حکمتیار په داسي حال کې دا څرګندوني کوي چې تر دې وړاندي د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویلي و چې داعش د سیمي د استخباراتو ...

Read More »

((په ټوله هیواد کي بهرني مافیايې کړۍ کار کوي تر څو د کوکنارو کښت له منځه ولاړ نه سي))

د مخدره موادو په وړاندي د مبارزي وزیري سلامت عظیمي چي  هرات ولایت ته یې سفر کړی وو په یوه ځانګړي سوي غونډه کي وویل په ټوله هیواد په ځانګړي ډول په هرات ولایت کي بهرني مافیا کار کوي تر څو د کوکنار کښت لمنځه ولاړ نه سي، دوی  د مخدره توکو دکاروبار څخه ډیره ګټه لاسته راوړي او هڅه ...

Read More »