راپور محمد یار مجروح
د ازدۍ په نوم یاده مطبعه د طلوع افغان تاریخي ورځپاڼي همزولي ده او پوره ۹۴ کاله يې د ټول لوی کندهار چاپ چاري په ښکلي صحافت ترسره کړي دي.
په دې تاریخي مطبعه کي طلوع افغان ورځپاڼه، کندهارمجله، هلمند جریده او دهیواد پر نورو معتبرو رسنیو سربیره د لوی استاد علامه عبدالحي حبیبي په قلم د (خوشحال ملغلري) د عبدالقادرخان خټک دېوان او د نورو پيژندل سویو لیکوالانو قلمي اثار په کتابي بڼه چاپيدل، خو اوس يې فعالیت محدود سوی او یوازي طلوع افغان ورځپاڼه او یو شمیر دولتي اسناد چاپوي.
د یادي مطبعې امر احمد قیس پيرعلي د چاپي مطبعو د بندیدو علت اقتصادي کمزوري، د ماشینونو او د مسلکي کسانو نشتوالى په ګوته كوي.
دی زیاتوي چي په مطبعه کي د چاپ پوره ماشینري لري خو که مسلکي کسان نور هم وروزل سي کولای سي د یادي مطبعي له لاري د کندهار ټولي چاپي اړتیاوي پوره کړي.
دی هغه څه چي د مطبعې په چارو کي يې خنډ رامنځ ته کړي د بریښنا نشتون یادوي چي ډیری وخت يې د نشتون له امله په کارونو کي ځنډ رامنځ ته کوي.
د ازادۍ په نوم دولتي مطبوعه پداسي حال کي بیا په فعالیت پيلوي چي تر دې وړاندي د طلوع افغان په نوم د وخت ورځپاڼه او دولتي اسناد له کندهاره لیري په کابل کي چاپيدل چي د مسوولینو په خبره ډیری وخت به یاد چاپي توکي کندهار ته پر وخت نه رسیدل.
باید وویل سي چي د افغانستان په کچه لومړۍ مطبه د صکوکو مطبعه ده چي له نن څخه ۱۳۰ کاله پخوا يې په کابل کي په فعالیت پيل کړی دی چي هر کال شاوخوا ۱۵۰ میلونه افغانۍ عاید لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون