کندهار ولایتي شورا له نژدې مودي راهیسي د خلکو د ستونزو په موخه د ښار د ناحیو د اوسیدونکو د ستونزو د حل پروسه راپيل کړي، په دي پروسه کي خلک، امنیتي چارواکي او د ښاروالۍ مسوولین په کډه له یو بل سره خپلي ستونزي شریکوي.
د کندهار د اوومي ناحېې اوسیدونکو د پولیسو او ولایتي شورا له امنیتي کميټي سره په یوه غونډه کي وویل، چي په خپله سیمه کي له امنیتي ځواکونو څخه خوښ دي او له خلګو سره ښه چلند کوي.
دوی زیاته کړه چي په سیمه کي يې روغتیا او د ښووني او روزني به برخه کي کار ندی سوی.
او د ولایتي مسوولینو یې وغوښتل تر څو د دوی ستونزي ته جدي پاملرنه وکړي.
پر همدې مهال د کندهار د ولایتي شورا غړی عطا الله عطا وايي، خلګ اساسي ستونزي د امنیتي ځواکونو، ښاروالۍ، پوهني او د روغتیا په برخه کي لري خو د ده په خبره چي د امنتیي ځواکونو په لیکو کي سمون راغلی او اوس خلګ ورڅخه شکایت نکوي.
دی وايې، د ستونزو دحل دا پروسه به له ښار څخه تر ولسوالیو پوري ورسوي تر څو د خلګو ستونزي حل سي، په ژوند کي ېې مثبت تغیر راسي او دولت اوخلګ به یو پر بل لا باوري سي.
په دغه غونډه کي د کندهار د ۷ حوزي امیر عبدالرحمن مومن وویل، د پولیسو په لیکو کي مسلکي کسان ځای پر ځای سوي او د خلکو سره ښه چلند کوي.
دی وايي، د پولیسو د لا پیاوړي کیدو او مسلکي کیدو لپاره کار کوي خو د خلکو همکاري هم اړینه ده تر څو له خپلو امنیتي ځواکونو سره یې دوامداره وساتي.
خلګ د ولایتي شورا له یاد اقدام څخه خوښ دي او هیله لري چي د جرګو له لاري به له امنیتي او نورو ارګانونو سره د دوی ستونزي حل سي او په ژوند کي به يې ډیري اسانتیاوي رامنځ ته سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون