په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۵۱ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتي

یاد خبر د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره سوي خبر پاڼه کي خپور سوی.

په خبرپاڼه کې راغلي چي افغان امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتونو کې په ننګرهار، کونړ، غزني، لوګر، میدان وردګ، کندهار، ارزګان، زابل، فاریاب او هلمند ولايتونو کي عمليات کړي دي.

سرچينه وايې، چي په دي عملياتو کي ٣٣ وسله وال طالبان وژل سوي، ١٨ ټپيان دي او دوه تنه نور ژوندي نيول سوي دي.

د سرچينې په خبره په دې عملياتو کي د طالبانو يو موټر او ١٢ موټرسايکل هم له منځه تللي دي.

وسله والو طالبانو د يادو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...