د مخدره موادو په وړاندي د مبارزي وزیري سلامت عظیمي چي هرات ولایت ته یې سفر کړی وو په یوه ځانګړي سوي غونډه کي وویل په ټوله هیواد په ځانګړي ډول په هرات ولایت کي بهرني مافیا کار کوي تر څو د کوکنار کښت لمنځه ولاړ نه سي، دوی د مخدره توکو دکاروبار څخه ډیره ګټه لاسته راوړي او هڅه کوي چي خلګ و هڅوي تر څو مخدره توکي وکري.
بلخوا بیا د هرات ولایت ځایي چارواکي بیا د کوکنار د کښت پرځای د مخدره توکو د کاروباریانو او روږدو کسان و ډیروالي ته اندیښمن دي.
هرات د هیواد په لویدیځ زون کي هغه ولایت دی چي د دي زون د نورو ولایتونو په پرتله پکښي ډیر کم کوکنار کرل کیږي، خو بیا هم د دولتي چارواکو د هڅو سره سره د دي توکو کرکیله صفر سوي نه ده.
د مخدره موادو په وړاندي د مبارزي وزارت چارواکي، د دي کار لامل د هغه بهرنیو کړیو او مافیاوو لاس وهنه بولي چي نه غواړي خپل د ګټو سرچیني په ټوله هیواد او په ځانګړي ډول په هرات کي له لاسه ورکړی.
د بلي خوا د هرات ولایت ځایې چارواکي بیا په دي ولایت کي د کوکنار کښت کم بولي او وایې، د مخدره توکو د کښت پر ځای باید په دي ولایت کي پاملرنه د مخدره توکو د کاروبار لمنځه وړلو او د روږدو کسان د درملني کولو ته ځانګړی سی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون