سمونوال غلام جیلاني فراهي د زابل ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر

په زابل ولایت کي د دولت لسو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايې، دغه عملیات د زابل ولایت په اټغر ولسوالۍ کي ترسره سوي دي چي پر مهال یې لسو د دولت وسله والو مخالفینو تر مرګ ژوبله اوښتي ده.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي وايې، چې د ملي اردو، پولیسو، ضربتي کنډک او ملي امنیت ځواکونو په اټغر ولسوالۍ کي د څلورو ورځو لپاره عملیات ترسره کړل چی پر مهال یې زیاتي سیمي له مخالفینو څخه پاکي سوي.

نوموړي وویل د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ څو ځلي سختي جګړي هم رامنځ ته سوي چې په ترڅ کې يې لسو طالبانو ته مرګ ژوبله ور واوښته او دهغوي ځیني سپکي او درني وسلي له منځه یوړل سوي.

فراهی وايي، چې په اټغر ولسوالۍ کي امنیتي ساحه پراخه سوي ده او هلته اوس افغان ځواکونه پیاوړي سوي دي.

د زابل ولایت د امنیت امر وویل چی د عملیاتو پر مهال د افغان ځواکونو له خوا پر لویو لارو ځای پر ځای سوي لسګونه کړۍ ماینونه هم کشف او له منځه وړل سوي دي.

که څه هم دولتی مسٔوولین په ټغر کي د بریالیو عملیاتو او لاسته راوړنو خبر ورکوي خو وسله والو طالبانو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...