د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي له قاچاقبرو څخه یوه اندازه هیروین او شیشه او دغه راز ۳۵۶ کیلو ګرامه تاریاک نیول سوي دي دغه نشه یې توکي د کندهار سرحدي پولیسو په یاده ولسوالۍ کي په داسي حال کي نیولي چي پاکستان ته لېږدول کېدل. د کندهار د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ...
Read More »د کندهار د ملي امنیت ځو اکونو څلور تنه وسله وال نیولي
د کندهار د ولایت مقام له مطبوعاتي ادارې څخه په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي، چي دغه کسان د ملي امنیت ځواکونو په خاصو عملیاتو کي نیول سوي دي. په نیول سوو کسانو کې یو تن د زابل او درې تنه د کندهار د تخته پل او شاولیکوټ ولسوالیو اوسېدونکي دي. خبرپاڼه وايي، چي دغه نیول سوو کسانو ...
Read More »د روزګان ولایت اوسیدونکي وايي، دولت دي د کابل او یو شمیر نورو ولایتونو د وروستیو پیښو عاملین محاکمه کړي
راپور: اجمل وصال د روزګان ولایت اوسیدونکو تیره ورځ دیوې غونډي پرمهال په کابل او یوشمیر نورو ولایتونو کي د وروستیو ترویستي پیښو له قربانیانو سره د غمشریکۍ ترڅنګ د دولت څخه وغوښتل چي عاملین یې تر نیولو وروسته محاکمه او په سزا ورسوي. دوی پرپاکستان هم نیوکي کولي چي د بې ګناه افغانانو د وژلو لپاره ځانمرګي برید کوونکي ...
Read More »په کندهار کي د هیواد په سطحه د وروستیو خونړیو پیښو د قربانیانو لپاره د قرانکریم ختم او دعاوي وسوي
راپور: یو شمیر کسانو په هیواد کي روانه جګړه غیري اسلامي وباله او د جګړي له ټولو اړخونو يې وغوښتل چي ملکي خلک د خپلو هدفونو لپاره ونه کاروي دغه راز دوی له خلکو وغوښتل چي د ترهګریزو فعالیتونو پر ضد ږغ پورته کړي او د حکومت سره همکاري وکړي. په کندهار کي تیره ورځ د کابل د وروستیو پیښو ...
Read More »د هرات ولایت اوسیدونکي وایي، بین المللي ټولنه دي په افغانستان کي د نیابتي جګړي مخه ونیسي
راپور: غلام فاروق رسولي دوی د هیواد روانه جګړه د سیمي د استخباراتو جګړه بولي او وایي، امریکا او نړیواله ټولنه که نسي کولای په افغانستان کي د جنګ مخه ونیسي نو د افغانان لپاره مرګونی شتون یې د زغملو نه دی. د هرات ولایت په دي سړه هوا کي دا کسان د لته د ملګري ملتونو د سیاسي څانګي ...
Read More »د روسیې ولسمشر او د اسرائیل صدراعظم په مسکو کي د سوریې د بحران او په منځني ختیځ کي د ایران د رول په اړه خبري وکړي
کرملین وایي، ولادیمیر پوتین او بینیامین نتانیاهو دغه راز د سوداګرۍ په برخه کي پر دوه اړخیزو همکاریو، کلتوري او بشري اړخونو او هم پر یو شمېر نورو نړیوالو اوسیمه ییزو موضوعاتو لکه د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولي پروسه او د سوریې پر وضعیت بحث وکړ. دواړو مشرانو په مسکو کي د یوه نندارتون په پرانیستلو کي ګډون ...
Read More »د روزګان مرکز ترینکوټ اوسیدونکي په دي وروستیو کي غلاو اندیښمن کړیدي
راپور: اجمل وصال د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي په دي وروستیو کي د غلا او تښتونو پېښي زیاتي سوي چي ښاریان یې اندیښمن کړي دي. که څه هم مسٔوولین د ښاریانو اندیښني پر ځاي بولي خو وایي، د مخینوي لپاره یې لاس په کارسوي او په امنیتي برخه کي تغیرات راغلي. د روزګان مرکز ترینکوټ ښاریان وایي، دلته ...
Read More »په غزني ولایت کي د پولیو ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل سو
راپور: خدیجه اشرفي ددي کمپاین سره به د اسهال ضد (روټا) واکسین هم تر یو کلنۍ کم عمره ماشومانو ته ورکړل سي. دغه کمپاین د یخنۍ له کبله په ناور، اجرستان، جاغوري او مالستان ولسوالیو کي نه ترسره کیږي. د غزني ولایت د عامي روغتیا ریاست مشر ډاکټر ظاهرشاه نیکمل په دي تړاو جوړي سوي غونډي ته په خبرو کي ...
Read More »په بغلان ولایت کي د پیل سوو عملیاتو څخه خلګ ناخوښه دي
راپور: نور ګل اندړوال دبغلان ولایتي شورا وايي، چي پیل سوي پوځي عملیات په دي ولایت کي په کښته کچه دي او له مرکزی حکومت څخه په کلکه غواړي چي په پراخه کچه دي په دي ولایت کي پوځي عملیات پیل کړي. دسیمي اوسیدونکي او ولایتی شورا غړي له حکومته غواړي چي دجګړو بې ځایه سوو کورنیو سره دي مرستي ...
Read More »په لښکرګاه کي د بولان طبعي ځنګل د له منځه تلو په حال کي دی
راپور: جواد داوري د لښکرګاه په دریمه حوزه کي د بولان طبعی ځنګل له ۱۳۰۰ جریبه څخه اوس ۶۰۰ جریبه پاته دی ډیری برخي یې غصب سوي دي. د کرني ریاست د ځنګلونو مسٔول ښادمحمد وايي، د ځنګل د ساتني دپاره کافی پرسونل نه لري نو ځکه په اونۍ کي دوه دري ځلي په ځنګل کي اورلګیدنه رامنځ ته ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون