راپور: خدیجه اشرفي
ددي کمپاین سره به د اسهال ضد (روټا) واکسین هم تر یو کلنۍ کم عمره ماشومانو ته ورکړل سي.
دغه کمپاین د یخنۍ له کبله په ناور، اجرستان، جاغوري او مالستان ولسوالیو کي نه ترسره کیږي.
د غزني ولایت د عامي روغتیا ریاست مشر ډاکټر ظاهرشاه نیکمل په دي تړاو جوړي سوي غونډي ته په خبرو کي وویل، چي ددغه کمپاین په اوږدو کي به تر پنځه کلنۍ کم عمره دوه سوه دوشپیته زره اته سوه دره ویشت(۲۶۲۸۲۳) ماشومان واکسین سي.
د هغه په وینا دا ځل به د لومړي ځل لپاره په غزني کي تر یو کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د روټا واکسین هم ورکړل سي.
دغزني والي دغه راز د غزني ولسونو ته ډاډ ورکړ، چي د روغتیایې خدماتو د پراختیا او معیاري کیدو په موخه یې د عامي روغتیا له ریاست سره یوځای هڅي رواني دي او ټاکل سوي، چي د ملکي روغتون د نوي ودانۍ د رغولو چاري راتلونکی نوی کال پیل او د غزني په لیري پرتو سیمو او ولسوالیو کي ګڼ شمیر نوي روغتیایې مرکزونه فعاله سي.
دیادوني وړ ده، چۍ روټا یو خطرناکه وایروس دی چي ډیری مهال تر یو کلنۍ کم عمره ماشومان په اخته او په اسهال اخته کیږي، چي تر ډیره د ماشومانو د مړني سبب هم ګرځي، خو روټا واکسین د دغه وایروس پر وړاندي د ماشومانو د بدن معافیتي سیسټم پیاوړی کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون