د روزګان مرکز ترینکوټ اوسیدونکي په دي وروستیو کي غلاو اندیښمن کړیدي

راپور: اجمل وصال

د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي په دي وروستیو کي د غلا او تښتونو پېښي زیاتي سوي چي ښاریان یې اندیښمن کړي دي.

که څه هم مسٔوولین د ښاریانو اندیښني پر ځاي بولي خو وایي، د مخینوي لپاره یې لاس په کارسوي او په امنیتي برخه کي تغیرات راغلي.

د روزګان مرکز ترینکوټ ښاریان وایي، دلته د تیري څه مودي راهیسي د وسله والو غلو لخوا د تښتونو پیښي زیاتي سوي دي.

دښاریانو په خبره که څه هم د ترینکوټ ښار دریو خواو ته امنیتي کمربندونه دي  او یوازي یوه لاره د وتلو ده، خو بیا هم امنیتي ځواکونه نه دي توانیدلي هغه نقلیه وسایط چي د تیرو څو ورځو راهیسي د غلو لخوا تښتول سوي ونیسي.

دوی پر امنیتي مسٔوولینو نیوکه کوي چي د ښاریانو په ساتنه کي پاته راغلي دي.

د روزګان امنیتي مسٔوولین، هم مني چي دلته په دي وروستیو کي یوشمیر په وسلو سمبالو کسانو د خلګو څخه نقلیه وسایط تښتولي خو وایي، چي توانیدلي ګڼ شمیر غله ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالقوي عمري وایي، د همدي امله په امنیتي برخه کي تغیرات راغلي چي ورسره د پیښو ګراف ټیټ سي.

په روزګان کي یوازي وسله وال غله نه دي چي ښاریان یې په اړه اندیښنه ښیي، بلکي خپل سري وسله وال او په تورو شیشو لرونکو موټرو کي غیري قانوني کړني هغه څه دي چي ښاریان ورسره مخ دي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...