د هرات ولایت اوسیدونکي وایي، بین المللي ټولنه دي په افغانستان کي د نیابتي جګړي مخه ونیسي

راپور: غلام فاروق رسولي

دوی د هیواد روانه جګړه د سیمي د استخباراتو جګړه بولي او وایي، امریکا او نړیواله ټولنه که نسي کولای په افغانستان کي د جنګ مخه ونیسي نو د افغانان لپاره مرګونی شتون یې د زغملو نه دی.

د هرات ولایت په دي سړه هوا کي  دا کسان د لته د ملګري ملتونو د سیاسي څانګي مخ ته  راټول سوی تر څو د هیواد د ورستیو خونړیو بریدونو په هکله چي سلګونه بې ګناه کسان پکښي ووژل سول خپل خپګان نړیوالي ټولني ته ورسوي.

دا کسان د هیواد روانه جګړه یو تپل سوې استخبارتي جګړه بولي او وايي،  افغان حکومت یې په مهارولو کي پاته راغلی.

دوئ له  نړیوالي ټولني غواړي چي د افغانانو دبې ګناه وژني مخنیوي لپاره دي اقدام وکړي.

بلخوا افغان حکومت هم په دي اړه نوی دریځ غوره کړي او وايي، پر وسله والو مخالیفینو به زړه ونه سوځوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، وسله والو ته يې د سولي فرصت برابر کړي وه خو هغوی له دي فرصت څخه ګټه پورته نه کړي نو لازمه ده چي نور وسله وال وځپل سي.

دا په داسي حال کي ده چي امریکا وايي، له دي ورسته به وسله وال په ډير شدد ډول وځپل سي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...