راپور: جواد داوري
د لښکرګاه په دریمه حوزه کي د بولان طبعی ځنګل له ۱۳۰۰ جریبه څخه اوس ۶۰۰ جریبه پاته دی ډیری برخي یې غصب سوي دي.
د کرني ریاست د ځنګلونو مسٔول ښادمحمد وايي، د ځنګل د ساتني دپاره کافی پرسونل نه لري نو ځکه په اونۍ کي دوه دري ځلي په ځنګل کي اورلګیدنه رامنځ ته کیږي.
دی وايي، په دي تړاو يې د کرني وزارت ته وړاندیز کړی دی خو هغوی د بولان ځنګل کي پانګوني ته ځکه زړه نه ښه کوي چي د ځنګل یوه خوا کي وسله والي جګړي رامنځ ته کیږي.
د هلمند چاپیریال ساتني ادارې مشر حاجي محمدنبی دلښکرګاه پر اوسیدونکو نیوکه کوي چي د طبعي زیرمو ساتني ته پاملرنه نه کوي.
دی وايي، په دي اړه يې د کرني ریاست سره خبري کړي دي خو هغوی د پرسونل د نشتوالي له امله د ځنګل ساتنه نه سي کولاي.
هغه وویل د هلمند د بولان ځنګل د دي ولایت د خلکو لپاره ګډه شتمني ده او باید ساتني ته يې دولت او ولس دواړه کار وکړي.
ځنګل ته ورغلي ځوانان بیا له سیلانیانو او میله کونکو غوښتنه کوي، چي ځنګل وساتي او دلته د اور لګلولو څخه ډډه وکړي.
د هلمند دا ځنګل په تیرو ورځو کي لسګونه جریبه شنه بوټي وسوځل سوه ، د کرني ریاست وايي، هڅه کوي چي د ځنګل د ساتني لپاره په ټول قوت کار وکړي او دلته نور نیالګي کښنیوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون