د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وایي، چي د میوند ولسوالی په بند تیمور سیمه کي د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا د تیرو اته څلویښت ساعتونو په ترڅ کي مځکني او هوایي عملیات تر سره سوي چي تیره شپه لس بجې پای ته رسیدلي دي. نوموړی وایي، چي په دي عملیاتو کي ۵۰ وسله وال وژل سوي، شل ...
Read More »په کابل کي د پاکستان پر وړاندي لاريون روان دی
لاریون کونکي د پاکستان سفارت مخ ته لاريون کوي او مرګ پر پاکستان شعارونه ورکوي دلاريون کوونکو په خبره پاکستان د تروريستانو پلار دی او په افغانستان کي دکيدونکو بريدونو او چاودنو مسٶل پاکستان ګڼی. دوى له نړيوالي ټولني غواړي چي پاکستان يو تروريست هيواد معرفي کړي.
Read More »په کندهار کي د شل میلیونو ډالرو په ارزښت ساختماني پروژې پيل سوې
راپور: محمد یار مجروح په کندهار کي د خلګو او ښاروالۍ په همکارۍ د ولسي تړون په نوم د ساختماني پروژو کارونه پيل سوه. ولایت مقام د ولسي تړون یادي پروژې د کندهار ښار لپاره اړیني بولي. د کندهار والی زلمی ویسا وايي، چی د ولسی تړون پروګرام په پيلیدو سره به دښار په ټولو ناحیو کي انکشافی پروګرامونه او ...
Read More »د کندهار امنیه قومندانۍ او ولایتي شورا ګډ کمیسیون د ښاریانو سره وکتل
راپور: سید حمید هاشمي ددغه کمیسیون مسٔولین له عامو خلکو غواړي چي د پولیسو سره همکاري وکړي او خپلي ستونزو ورسره سره شریکي کړي. بلخوا عام خلک دغه ډول ناستي د خلکو د ستونزو د هواری لپاره یو ښه اقدام بولي. د کندهار امنیه قومندانۍ او ولایتي شورا لخوا جوړ سوي کمیسون د ښار په پنځمه حوزه کي د سیمي ...
Read More »د ناټو ملکي سفیر وايي، ناټو د هر ګواښ په وړاندي د افغانستان د حکومت او خلکو سره ولاړه ده
د اجرائیه ریاست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کې ویل سوي چي کورنلیوس زیمرمن پرون ماښام له عبدالله عبدالله سره وکتل او ټینګار یې وکړ چي د نوې ستراتیژۍ په چوکاټ کي به په افغانستان کي د خپل هوايي او بشري ظرفیت په زیاتولو د حکومت د مخالفو وسله والو خلاف بریدونو ته زور ورکړي. خو په خبرپاڼه کي د ...
Read More »د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ ته چي د پرونۍ زلزلې مرکز و، لمړنۍ مرستي استول سوي دي
د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار رسنیو ته وویل، د زلزلي له کبله هلته درې تنه سطحي ټپیان سوي دي. د هغه په خبره تر اوسه د هغي زلزلې له کبله چي د چهارشنبې د ورځې په ۱۱ نیمو بجو وسوه، بله هیڅ سیمه کي د تلفاتو او زیانونو راپور نه دی ورکړل سوی. دی وايي، که په ...
Read More »په هلمند کي دولتي ادارې او اشخاص د بریښنا شرکت شاوخوا دوه میلیارده او لس میلیونه افغانۍ پور وړي دي
راپور: جواد داوري د بریښنا ریٔس وايي، ځیني کسان چي په یو ځل د بریښنا بیل نه سي تحویل ولاي په قصدي ډول يې په څو ځلي تحویلوي. د هلمند اوسیدونکي دبریښنا دبیل د کموالي غوښتنه هم کوي خو د بریښنا ریاست چارواکي وايي، تر ټولو ولایتونو د هلمند تعرفه په کښته قیمت ده. هلمند د افغانستان له هغه ولایتونو ...
Read More »په کندهار کي زده کوونکي وايي، تر اوسه لا د کتاب او تختي ستونزه نده حل سوې
راپور: محمد یار مجروح هغه ښوونځی چي په روان درسي کال کي يې نوی په فعالیت پيل کړي، د پوهني ریاست ندی توانیدلی چي درسي مواد ورته په پوره ډول ورسوي. بلخوا د پوهني ریاست مسٔوولین وايي، چي ښوونځيو ته د تختو، فرش او د سون توکو پروسه روانه ده او ډیر ژر به د ښار او ولسوالیو ښوونځيو ته ...
Read More »د امریکا د خزانې وزارت د ۲۱۰ روسي میلیاردرانو او چارواکو یو ليست خپور کړی
د امریکا د خزانې وزارت د ۲۱۰ روسي میلیاردرانو او چارواکو یو لېست خپور کړی چي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نژدې کسان ګڼل کیږي. دا لېست د امریکا د کانګرس په غوښتنه د دي لپاره چمتو سوی، څو د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کي د روسیې د مداخلې، پر اوکراین د روسیې د یرغل او ...
Read More »روسیه پرون د سوریې د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه کنفرانس کوربه وه
دا کنفرانس چي”د سوریې د ملي ډیالوګ د کانګرس” په نوم جوړ سوی و، د سوریې د اپوزېسیون رهبرانو ورسره پرېکون وکړ او همدارنګه بریتانیا، فرانسې او امریکا هم په کښي له ګډون کولو ډډه وکړه. په هغه اعلامیه کي چي د دي کنفرانس په پای کي خپره سوه، د سوریې پر ځمکنۍ بشپړتیا په کښې ټینګار سوی او په کښي ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون