د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ ته چي د پرونۍ زلزلې مرکز و، لمړنۍ مرستي استول سوي دي

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار  رسنیو ته وویل، د زلزلي له کبله هلته درې تنه سطحي ټپیان سوي دي.

د هغه په خبره تر اوسه د هغي زلزلې له کبله چي د چهارشنبې د ورځې په ۱۱ نیمو بجو وسوه، بله هیڅ سیمه کي د تلفاتو او زیانونو راپور نه ‎دی ورکړل سوی.

دی وايي، که په بدخشان کي د زلزلې له کبله د کوم زیان راپور راسي، دوی د ولسوالیو په سطحه د مرستي رسولو ټیمونه چمتو کړي دي.

د بدخشان د جرم ولسوالۍ په دي سیمه کي د حکومت د مخالفو وسله‎والو له مرکزونو ګڼل کېږي.

خو د بدخشان د والي مرستیال دا رد کړه چي مخالف وسله‎ وال دې په جرم کې د ولسوالۍ په سطحه فعال حضور ولري.

پرون د ریښتر په کچه شپږ عشاریه یو زلزلې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ځینې برخي لړزولي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...