راپور: جواد داوري
د بریښنا ریٔس وايي، ځیني کسان چي په یو ځل د بریښنا بیل نه سي تحویل ولاي په قصدي ډول يې په څو ځلي تحویلوي.
د هلمند اوسیدونکي دبریښنا دبیل د کموالي غوښتنه هم کوي خو د بریښنا ریاست چارواکي وايي، تر ټولو ولایتونو د هلمند تعرفه په کښته قیمت ده.
هلمند د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دی چي بریښنا يې له خپلو زیرمو څخه ترلاسه کیږي.
ددي ولایت اوسیدونکو څو ځلي دبریښنا شرکت ته وړاندیزونه وکړل چي تعرفه راکمه کړي خو مرکزي ادارو تراوسه په دي تړوا کوم مثبت ځواب نه دی ورکړي.
د هلمند بریښنا ریٔس انجنیر نصرالله قانع وايي، د خلکو غوښتني ورته رسیدلي خو دی پر دولتي ارګانونو او اشخاصو نیوکه کوي چي دبریښنا د محصول په ورکړه کي يې غفلت کړی دی.
دی زیاتوي څو ځلي یې د هلمند ولایتي ادارې په ګډ مجلس کي دولتي ارګانونو ته ویلي چي دبریښنا محصول تحویل کړي خو تراوسه هیڅ دولتي ارګان خپلي اړوند پیسي بریښنا ته نه دي ورکړي.
پرهمدي مهال په ولسي جرګه کي د هلمند استازې حبیبه سادات وايي، د ولسی جرګې له ادرسه يې پر بریښنا شرکت فشار راوړی چي د تعرفي د کمښت ترڅنګ د کجکي بریښنا فابریکي ظرفیت لوړ کړي او د هلمند په دریو ولسوالیو کي د خپلسري بریښنا له استعمال څخه محصول ترلاسه کړي.
دا وايي، تر هغو پوري چي ناامني وي د بریښنا خدمتونه په منظم ډول تر خلکو پوري نه رسیږي.
اغلي سادات وويل، چي په تيرکي د يو شمير ښاريانو هغه شکايتونه چي دبريښنا د لوړقميت په اړه لرل دحل په موخه دي او د ولسي جرګي يوه بل غړي شيخ نعمت الله غفاري په ګډه د هغوی دا ږغ اوغوښتنه تراړونده وزارتونو رسولي او ور څخه غوښتنه کړي چي د بريښنا د نرخ په راټيټولوغور وکړي.
حبيبه سادات وايي، چي داوبواوبريښناوزارت اوشرکت دامنلي چي له دي وروسته به ددوه سوه کيلواټه مصرف سوي بريښنا يوکيلواټ په دوي افغاني ، د څلورسوه کيلواټه مصرف سوي بريښنا يو کيلواټ په څلور افغاني او تر شپږسوه کيلواټه مصرف سوې بريښنا يوکيلواټ بريښنا په شپږافغاني پرمشتريانوشميرل کيږي.
پرهمدي مهال د بریښنا ریاست چارواکي، اندیښنه ښیې چي د کجکي د اوبو په ذخیره کي د وچکالۍ له امله د اوبو سطحه ډیره کښته سوي ده چي که سږ کال اورښتونه کم وسوه ممکن د راتلوونکي کال په نیمایې کي بریښنا تولید نه سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون