د ناټو ملکي سفیر  وايي، ناټو د هر ګواښ په وړاندي د افغانستان د حکومت او خلکو سره ولاړه ده

د اجرائیه ریاست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کې ویل سوي چي کورنلیوس زیمرمن پرون ماښام له عبدالله عبدالله سره وکتل او ټینګار یې وکړ چي د نوې ستراتیژۍ په چوکاټ کي به په افغانستان کي د خپل هوايي او بشري ظرفیت په زیاتولو د حکومت د مخالفو وسله‎ والو خلاف بریدونو ته زور ورکړي.

خو په خبرپاڼه کي د دي هوايي بریدونو د زیاتیدو په اړه ډیر جزئیات نه ‎دي ورکړل سوي.

د اجرائیه ریاست څخه خپره سوې خبرپاڼه وايي، چي په دي لیدنه کي دواړو لورو په سیمه‎ ییزي همکارۍ، د انتخاباتو لپاره پر چمتوالي او امنیتي مسئلو هم خبري کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...