د کندهار امنیه قومندانۍ او ولایتي شورا ګډ کمیسیون د ښاریانو سره وکتل

راپور: سید حمید هاشمي

ددغه کمیسیون مسٔولین له عامو خلکو غواړي چي د پولیسو سره همکاري وکړي او خپلي ستونزو ورسره سره شریکي کړي.

بلخوا عام خلک دغه ډول ناستي د خلکو د ستونزو د هواری لپاره یو ښه اقدام بولي.

د کندهار امنیه قومندانۍ او ولایتي شورا لخوا جوړ سوي کمیسون د ښار په پنځمه حوزه کي د سیمي له اوسیدونکو سره مخامخ ولیدل او دهغوی غوښتني يې واوریدي.

ددي حوزې اوسیدونکو او قومي سپین ږیرو وویل، چي د پخوا په پرتله يې د پولیسو سره همږغي زیاته سوي او په سیمه کي يې امینتي ستونزي خورا کمي سوي دي.

خو دوی وویل، چي د پوهني او روغتیا په برخه کي زیاتي ستونزي لري ځکه ښوونځۍ او روغتیايې مرکزونه کم دي او د اړتیا پر مهال دوی ورته رسیدګي نسي کولای.

دوی د یاد کمیسیون څخه وغوښتل چي د دوی ستونزي له مسولو چارواکو سره شریکي کړي او ژره تر ژر حل لار ورته پیدا کړي.

ددغه کمیسیون مشر عطالله عطا وايي، چي دوی د هري حوزې له محلي خلکو سره خامخ ویني تر څو له دي لاري د خلکو او پولیسو تر منځ همږغي رامنځته کړي.

دغه راز عطا وویل، د امنیتي ستونزو تر څنګ په ملکي برخه کي هم د خلکو  او غوښتني اوري او وروسته يې له چارواکو سره د حل لپاره شریکوي.

وروسته د جوړ سوي کمیسیون مشر او د پنځمي حوزي امر د سیمي د قومي سپین ږیرو لخوا د هغوی د ښه کار او د خلکو سره همکاري له امله وستایل سوه.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...