Author Archives: asad noori

د کندهار څخه په لسګونو د زړه په ناروغۍ اخته کوچنیان بهرنیو هیوادونو ته د درملني لپاره لېږل دي

راپور: محمد یار مجروح سره میاشت چي په روغتیايي او د طبیعي پېښو سره مخامخ کیدونکو کسانو سره د مرستي په برخه کي کار کوی وايي، چي تیر کال يې په کندهار کي له شاوخوا ۷۰۰ کسانو سره مرستي کړي او شاوخوا ۹۰ کوچنیان چي د زړه په ناروغیو اخته وه بهرنیو هیوادونو ته د درملني لپاره لیږلي دي. بلخوا ...

Read More »

په کندهار کي داستناف محکمې د عدالت څخه د ملاتړ ملي غونډه ترسره کړه

راپور: محمد یار مجروح په کندهار کي له ډيري مودي راهیسي نه یوازي عام کسان پدي شکایت دي چي په محاکمو کي له دوی سره عدالت نه کیږي بلکي د قانوني کړني په مقابل کي ورڅخه په زیاته اندازه پيسي غوښتل کیږي. د استناف محکمې مسٔوولینو په یاده غونډه کي پر دي ټنګار وکړ چي د کندهار په محکمه کي ...

Read More »

په ننګرهار کي عرب قوم د دولت څخه ددوی ځوانانو ته د پاملرني غوښتنه کوي

راپور: میلاد حمیدي په ننګرهار کي د عربو قوم له حکومت غواړي چې د دوي ځوانانو نو ته خپله پاملرنه زیاته کړي، د عربو قومونه په یاد ولایت کې د یوغونډي پر مهال د ختیځ په کچه یو مشر وټاکی چي د یاد قوم د منسجم کیدو او د نورو قومونو سره په همغږۍ د هغه کسانو مخه ونیسي چي ...

Read More »

په ننګرهار ولایت کي د هوايي او ځمکنیو بریدونو په پایله کي نهه داعش وسله وال ووژل سوي

د ننګرهار ولایت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي، د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مامند او وچې ژورې سيمه کي په تیرو څلوريشتو ساعتونو کي نهه داعش وسله وال ووژل سویدي. د معلوماتو له مخي دغه وسله وال مخالفين د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کي وژل سوي. په دغه بريدونو کي د يادي ډلي يو شمېر ...

Read More »

روسیې تأيید کړه چي یوې پوځي الوتکي یې په سوریه کي سقوط کړی 

د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل سوي چي د الوتکي پېلوټ تر سقوط مخکي له الوتکي ځان غورځولی و او د هغو وسله والو پرضد د مقاومت په وخت کې وژل سوی چي د بشارالاسد د رژیم پر ضد جنګېږي، ابتدايي نښي څرګندوي چي الوتکه يې په مزائیل ویشتل سوې ده. په سوریه کي د بشري حقونو د ...

Read More »

د پښتونخوا ايالت په سوات سيمه کي د يوه ځانمرګي بريد له امله ٢٤ پاکستاني سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتره په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دغه بريد پرون له ماښام وروسته د سوات په کبل سيمه کي سوى دی. سرچينې زياته کړې چي پلي ځانمرګي بريدګر د کبل په سيمه کي د پوځ د يوې قطعې پر سرتېرو چې د والیبال لوبه یې کوله، ځان ته چاودنه ورکړي ...

Read More »

په کندهار ولایت کي د هیواد په کچه د غېږ نیوني لوبي تر سره سولې

راپور: عبدالمنان ارغند په کندهار کي د هیواد په کچه لویه غیږ نیونه تر سره سوه چي د هیواد د مختلفو ولایتونو د غیږ نیوني مینه والو او پهلوانانو پکښي برخه اخیستي وه. له بلي خوا پهلوانان وایي، چي غیږ نیونه عنعنوي بڼه لري او دا لوبه د نفرتونو د له منځه وړلو په موخه تر سره کوي. د کندهار ...

Read More »

په هلمند کي ورزشي چاري د مرکزي ادارې د نه پاملرني له امله له فلج کیدو سره مخ سوي دي

راپور: جواد داوري د هلمند ورزشکاران وايي، د تشکیل د نشتوالي له امله مو فعالیتونه له خنډ سره مخ سوي دي. پرهمدي مهال مدني فعالان پر دولت نیوکه کوي چي د ځوانان د روزني دپاره يې امکانات نه دي برابر کړي. د ورزشکارانو د ټولني مشر قدرت الله محمود خیل وايي، د ورزش آمریت امکانات نه لري او هغه ارګانونونه ...

Read More »

د کندهار پولیسو یو کوچنی د تښتوونکو له منګولو خلاص کړ او خپلي کورنۍ ته یې وسپاری

راپور: جاوید احمد سمسو د کندهار پولیسو هغه کوچنی پنځه کلن هلک د تښتوونکو له منګولو خلاص کړی چي دوې ورځي وړاندي د تښتوونکو له خوا تښتول سوی وو. د کندهار د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیر سمونوال ولي محمد عسکر وايي، چي د دغه کوچني پلار پر وخت پولیسو ته خبر ورکړی وو ځکه ...

Read More »

د کندهار د ترانسپورت ریاست عواید د تیر کال په پرتله لوړ سوي دي

راپور: سید حمید هاشمي د دغه ریاست مسٔولین وايي، یو ځل بیا يې د پاکستان سره ترانسپورتي اړیکي ښه سوي او دهغوی سوداګریز موټران د کندهار تر ګمرکونو پوري راځي. تیر کال د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو خرابوالي د ترانسپورت ریاست پر عوایدو هم منفي اغیز کړی وو. د کندهار د ترانسپورت ریٔس نجیب الله احمدي ...

Read More »