د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتره په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دغه بريد پرون له ماښام وروسته د سوات په کبل سيمه کي سوى دی.
سرچينې زياته کړې چي پلي ځانمرګي بريدګر د کبل په سيمه کي د پوځ د يوې قطعې پر سرتېرو چې د والیبال لوبه یې کوله، ځان ته چاودنه ورکړي ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه بريد کې لومړى درې سرتېري وژل سوي او ٢٠ نور ټپيان وو، خو وروسته اوو نورو ټپي سرتېرو هم ساه ورکړه.
پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې په وژل سوو او ټپيانو کې دوه لوړ پوړي افسران هم شامل دي.
پاکستاني طالبانو د دغه بريد مسٔووليت پر غاړه اخيستى دى.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون