روسیې تأيید کړه چي یوې پوځي الوتکي یې په سوریه کي سقوط کړی 

د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل سوي چي د الوتکي پېلوټ تر سقوط مخکي له الوتکي ځان غورځولی و او د هغو وسله والو پرضد د مقاومت په وخت کې وژل سوی چي د بشارالاسد د رژیم پر ضد جنګېږي، ابتدايي نښي څرګندوي چي الوتکه يې په مزائیل ویشتل سوې ده.

په سوریه کي د بشري حقونو د څارني ادارې چي له لندنه فعالیت کوي، ویلي چي د بشار الاسد د رژیم مخالفو وسله والو د په شمال ختیځ ولایت ادلب کي یوه الوتکه ویشتلې ده.

د دې پېښي مسؤلیت د هیئه تحریر الشام وسله والي ډلي اخیستی او ویلي یې دي چي الوتکه یې په مزائیل ویشتلې ده.

 

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...