راپور: جاوید احمد سمسو
د کندهار پولیسو هغه کوچنی پنځه کلن هلک د تښتوونکو له منګولو خلاص کړی چي دوې ورځي وړاندي د تښتوونکو له خوا تښتول سوی وو.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیر سمونوال ولي محمد عسکر وايي، چي د دغه کوچني پلار پر وخت پولیسو ته خبر ورکړی وو ځکه دوی هم وتوانیدل چي په ډېر لږ وخت کي دغه کوچنی د تښتوونکو څخه خلاص او کورنۍ ته یې وسپاري.
د دغه کوچني هلک پلار هم د پولیسو څخه مننه کوي چي د ده زوی یې د تښتوونکو څخه خلاص کړ.
هغه وايي، نور خلک هم باید د پولیسو سره په دې برخه کي همکاري وکړي تر څو د داسي جنايي، ترهګریزو او نورو پیښو مخه ونیول سي.
بل خوا د امنیتې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو هغه درې تنه نیولي چي غوښتل یې هند هیواد ته هیروین ولېږدوي.
د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مدیر وايي، چي له دغه درې تنو سره یې سل کپسولونه او یوه اندازه کرسټال نیولي دي.
که څه هم په کندهار کي د جنايي پيښو کچه راټيټه سوې او د داسي پيښو عاملین هم زیات وخت نیول کیږي، خو دا ډول پيښي لا هم رامنځ ته کیږي او اکثره خلک د نشه يي توکو د لېږد پر مهال نیول کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون