د کندهار د ترانسپورت ریاست عواید د تیر کال په پرتله لوړ سوي دي

راپور: سید حمید هاشمي

د دغه ریاست مسٔولین وايي، یو ځل بیا يې د پاکستان سره ترانسپورتي اړیکي ښه سوي او دهغوی سوداګریز موټران د کندهار تر ګمرکونو پوري راځي.

تیر کال د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو خرابوالي د ترانسپورت ریاست پر عوایدو هم منفي اغیز کړی وو.

د کندهار د ترانسپورت ریٔس نجیب الله احمدي وايي، چي د دوی عواید دتیر کال په پرتله زیات سوي چي لوی لامل يې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترانسپورتي او سوداګریزو اړیکو ښه والی دی.

د هغه په خبره تیر کال کله چي يې د پاکستان سره سوداګریزي اړیکي خرابي سوي نو ورسره سم د دوی عواید هم راکم سوه، خو اوس یو ځل بیا د افغانستان بار وړونکي موټران د پاکستان خاروي ته ننوزي او دهغوی موټران د کندهار تر ګمرکونو پوري خپل تجارتي مالونه راوړي.

نوموړی وايي، که څه هم دوی په کندهار کي د لویو بار وړونکو موټرانو او ترانسپورټي شرکتونو څخه خپل عواید راټولوي خو ډیر عواید دوی ته د پاکستاني باروړونکو موټرانو څخه لاس ته ورځي.

د احمدي په خبره روان ۱۳۹۶ کال دوی یو میلیارد او اوه میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي وه چي د تیرو کال په پرتله زیاتوالی ښيي.

نوموړی وايي، د کندهار سرکاري باغ، سیلو، ښوراندام، کابل دوراهي او سپین بولدک ولسوالۍ هغه سیمي دي چي دوی پکښي د بار وړونکو موټرانو څخه خپل عواید راټولوي.

ددي تر څنګ په کندهار کي د ترانسپورت ریاست تر چتر لاندي یولس ترانسپورتي شرکتونه او ۴۰ اتحاديې فعالیت لري، چي ددغه ریاست  په عواید راټولو کي مهم رول لري.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...