د مالیې وزارت: د افغانستان ملي بودجه د سیمي په کچه دوهمه شفافه بودجه ګڼل سوې

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحمیزي وویل، چي دغه مقام افغانستان ته د هېواد په ملي بودجه کي د شفافیت او اصلاحاتو پر بنسټ ورکړل سوې ده.

“کومه سروې چې په ۲۰۱۷ کال کي د دغه سازمان له لوري ترسره سوې ده، دوی په ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ کلونو کي د سیمي د هیوادونو بودجې ارزولي چي له مخي یې افغانستان د سیمي په کچه دویم مقام خپل کړی.”

ښاغلی عبدالرحیمزی وايي، د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکيمي د بودجې د نړیوال مشارکت سازمان د دغه سروې په غونډه کې چې په دې وروستیو کې د نړیوال بانک په مرکزي دفتر امریکا کې ترسره سوه د نړۍ د نورو هېوادونو د وزیرانو سره ګډون درلود.

د افغانستان د ماليې وزارت وایي، د دغه سروې له مخي نیپال د بودجې د نړیوال مشارکت سازمان لخوا لومړی مقام خپل کړ.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...