په هلمند کي ورزشي چاري د مرکزي ادارې د نه پاملرني له امله له فلج کیدو سره مخ سوي دي

راپور: جواد داوري

د هلمند ورزشکاران وايي، د تشکیل د نشتوالي له امله مو فعالیتونه له خنډ سره مخ سوي دي.

پرهمدي مهال مدني فعالان پر دولت نیوکه کوي چي د ځوانان د روزني دپاره يې امکانات نه دي برابر کړي.

د ورزشکارانو د ټولني مشر قدرت الله محمود خیل وايي، د ورزش آمریت امکانات نه لري او هغه ارګانونونه چي د ورزش په برخه کي کار کوي هلمند ته هیڅ پاملرنه نه لري.

دي وايي، لسګونه ځوانان په بیلابیلو رشتو کي روزي خو په ملي ټیمونو کي د هلمند ورزشکارانو ته ځاي نه ورکول کیږي.

پرهمدي مهال په ولسي جرګه کي د هلمند استازي حبیبه سادات  سره له دي، چي ځوان ورزشکاران وهڅول ترڅنګ يې ژمنه وکړه  چي دوی به يې ږغ تر وزارتونو ورسوي.

دي وویل ،د ورزشکارانو اړتیا وي یې لیست کړي دي د ولسی جرګي له لاري به يې اړونده پوري ورسوي.

د ځوانانو فعال جان محمد شیرزاد او د ځوانانو امر غلام غوث داوري ،د هلمند د لوبغاړو ، د حقوقو د اخیستني په اړه د ملي شورا غړي او دولت وهڅول ، ترڅو په دي برخه کي خپلي هلي ځلي جاري وساتي.

په دي وروستیو کي د هلمند بیلابیلو ورزشي رشتو ځوانانو د زون او ولایتي سیالیو پرمهال لومړي مقامونه ترلاسه کړي دي خو په مرکزي ټیمونو کي د لوبیدو چانس نه ورکول کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...