Author Archives: asad noori

د روزګان په مرکز ترینکوټ کي ترا وږد ځنډ وروسته یوځل بیا پوځي عملیات پیل سوي

راپور: اجمل وصال روزګان چي  پکښي  روانه  جګړه  دوه  کلنه کیږي  لاهم  وسله وال  طالبان  د ترینکوټ  ښار ګواښي. اوس چارواکي وایي، د دولت د وسله والو مخالفیونو د ځپلو لپاره یې د تیرو څلورو ورځو راهیسې چاڼیز  عملیات یې  پیل  کړي او ګڼي  سیمي  یې  په لاس  راوړي  دي. د مرکز  ترینکوټ  ښار  په  لس  کیلو مترۍ  کي هغه ...

Read More »

په کندهار کي خبريالان وايي، چي معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کي يې ستونزي پر ځای پاته دي

راپور: محمد یار مجروح یادي څرګندوني کندهاري خبریالان پر داسي مهال کوي چي کندهار ته د نوي والي زلمي ویسا د خبریالانو سره په لومړۍ کتنه کي معلوماتو ته د لاس رسي او د ستونزو د حل خبره کړې وه. د کندهار خبریالانو یو ځل بیا کندهار والي ته شکایت وکړ چي د وخت په تیریدو سره دوی ته پر ...

Read More »

د کندهار پوهنتون د زراعت پوهنځۍ څخه ۱۶۰ تنه فارغه سوه

راپور: سید حمید هاشمي د کندهار پوهنتون مسٔولین وايي، حکومت دي فارغ سوو کسانو ته د کار زمنیه برابره کړي او  د هغوی په مرسته دي پرتي ستونزي هواري کړي. په دغه مراسمو کي د کندهار پوهنتون ریس ډاکټر حضرت میر طوطاخیل وویل چي دوی په ډیرو هڅو محصلین روزي او ټولني ته يې د خدمت لپاره وړاندي کوي، خو ...

Read More »

په کندهار کي د فوټسال لس ورځنۍ تمريناتي لوبي پای ته ورسېدي

راپور: جاوید سمسور د کندهار د پوهني ریاست مسٔولین وايي، دغه سیالۍ يې د رخصتیو په وخت کي د زده کوونکو بوخت ساتلو په موخه جوړي کړي وې چي شپاړلو لوبډلو پکښي ګډون کړی وو. د فوټسال دغه لوبي د کندهار د جمال ناصر طرزي په جمنازيم کي جوړي سوي وې چي پکښي د کندهار د ۱۴ ليسو او د ...

Read More »

د افغان کرکټ ملي لوبډلي د زمبابوې لوبډلي ته په لوی توپیر ماته ورکړل

دا د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوره کرکټ سیالیو د لړۍ د پېل سیالي وه، چي پکښي افغان لوبغاړو بامسؤلیته لوبه ترسره کړل. افغان لوبډلي پچه وګټل او لومړۍ یې توپ وهنه غوره کړل، توپ وهونکو سیالي لوبډلي ته د ۳۳۴ منډو هدف وټاکي ولي زیمبابوي لوبډلي ونه وسوای کړای چي یاد هدف ته ...

Read More »

په خوست کي د زراعت ریاست له لوري د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل سو

راپور: سردار زیارمل د خوست اوسیدونکي وایي، چي د زراعت ریاست او د ځینو دولتي ادارو مسٔولین د نمایش په ډول زیات شمیر نیالګي کښېنوي خو هر کال په زرګونه نیالګي د نه پاملرني له امله له منځه ځي. مدني فعالان او د خوست اوسیدونکي وایي، چي څه باندي یوه لسیزه کیږي چي د نیالګیو کښېنولو فرهنګ روان دی خو کښېنول ...

Read More »

هرات: د ایران څخه وارید سوي چرګان په انفلوینزا ناروغي اخته دي او سوداګرو ته يې یو میلیون ډالر زیان اړولی  

راپور: غلام فاروق رسولي د هرات ولایت د چرگانو لرونکو اتحادیې مسٔولین وایي، د چرگانو د انفلوینزا یا والګی له کبله چي د ایران هیواد څخه هرات ته راوړل سوي د شاوخوا یو میلیون ډالر تاوان د دي ولایت د چرګانو ساتونکو ته اوښتی دی. د دي اتحادیې مشر وایي، په تیره یوه اونۍ کي په دي ولایت کي شاوخوا ...

Read More »

د بغلان اوسیدونکي: په دي ولایت کي ځینو کړیو ملي ګټي د زیان سره مخ کړي

راپور: نور ګل اندړوال دبغلان اوسیدونکي وايي، چي لاهم فرصت غوښتونکي ډلي هڅه کوي چي دخپلو شخصي موخو په ترلاسه کولو سره ملي ګټي له زیان سره مخ کړي او نظام وننګوي. دملی امنیت شورا مرستیال او دبغلان والي وايي، چي سیاسي حزبونه باید دیوه منظم محور له مخي حرکت وکړي او د افغان ولس ویشلو لپاره دیوشمیر حزبونوله لوري ...

Read More »

د کرني وزیر وایي، په روزګان ولایت کي به د کروندګرو لپاره اږد مهالي پروژې پیل سي

راپور: اجمل وصال د هیواد د کرني او اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني تیره ورځ سې شنبه  روزګان ولایت ته د یو سفر پرمهال ددغه ولایت د کروندګرو سره ژمنه وکړه چي د کرني په برخه کي به اوږد مهالي پروژې پلي کوي او د کورني تولیداتو لپاره به ورته د مارکیټ موندني په برخه کي کارکوي. ...

Read More »

د عامي روغتیا مسٔوولین هغه ادعاوي ردوي چي ګواکي په میرویس روغتون کي د ناروغانو سره ناوړه چلند کیږي

راپور: محمد یار مجروح د کندهار د عامي روغتیا مسٔوولین وايي، په میرویس روغتون کي هیڅ داسي ستونزه نسته چي ناروغان دي ورسره مخ سي او د هغه کسانو مخه يې هم نیولې چي د پيسو په بدل کي يې د ناروغانو درملنه کول. مسٔوولین داخبري پر داسي مهال کوي چي ډیر ځله د میرویس روغتون د نسايي او ولادي ...

Read More »