راپور: اجمل وصال
د هیواد د کرني او اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني تیره ورځ سې شنبه روزګان ولایت ته د یو سفر پرمهال ددغه ولایت د کروندګرو سره ژمنه وکړه چي د کرني په برخه کي به اوږد مهالي پروژې پلي کوي او د کورني تولیداتو لپاره به ورته د مارکیټ موندني په برخه کي کارکوي.
همدارنګه دراني په دغه ولایت کي د کرني په برخه کي یوشمیر پروژې هم ګټي اخیستني ته وسپارلي.
د افغانستان د کرني د وزیر په توګه د نصیر احمد درواني تر ټاکل کیدو وروسته دا د نوموړي لومړي سفر دی چي روزګان ولایت ته یې کوي او دلته د دولتي چارواکو ترڅنګ د کروندګرو سره هم له نژدې ګوري.
د روزګان والي محمد نذیر خروټي د کرني د وزارت د راغلي پلاوي څخه وغوښتل چي ددغه ولایت د کروندګرو لپاره د چک ډمونو د جوړولو او په عصري بڼه د کرنیزو محصولاتو د ترلاسه کولو په برخه کي مرسته وکړي.
والي وویل، د روزګان ولایت اوسیدونکي د عایداتو یوازینۍ منبع کرکیله ده نو باید په دي برخه کي هغه پروژي پلي سي کوم چي خلک اړتیا ورته لري.
محمد نذیر خروټي وویل، وروستیو جګړو ۷۰ سلنه کرنه او مالداري زیانمنه کړي او د کرني له وزیر څخه یې وغوښتل چي د مالدارۍ په برخه کي هم د دي ولایت خلکو ته پاملرنه زیاته کړي.
د کرني اوبو لګولو او مالدراۍ وزیر نصیر احمد دراني د رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل، چي روزګان ته یې د راتګ موخه ددغه وزارت د پلي سوو پروژو موثریت، د کروندګرو د ستونزو څخه لیدنه او د هغوی د اړتیا وړ پروژو پلي کول دي.
نوموړي وول: (( داچي روزګان یو کرنیز ولایت دی او زیات خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، نو دغه وزارت د نورو ولایتونو په پرتله اروزګان ته پاملرنه زیاته کړې، او په پام کې لري چې ګڼي نوري پروژې هم د کروندګرو لپاره پلي سي)).
نصیر احمد درانی وایي، د کرني وزارت په تیر کال کي د ۱۹۴ میلیونه افغانیو په ارزښت په روزګان کي ګڼي پروژې پلي کړي چي د هغې له جملي څخه استینادي دیوالونه ، شني خوني، د ماهیانو فارمونه او داسي نوري پروژې شاملي دي.
وزیر وایي، دوی په پام کې لري چي په راتلوونکي کال کي اوږد مهالي پروژې لکه د چک ډمونو جوړیدل ، او د تولیدانو لپاره د مارکیټ پیدا کولو په برخه کي هم پروژې پلي کړي.
که روزګان یو کرنیز ولایت دی او زیات خلک یې په کرنه بوخت دي ، خو د تولیداتو لپاره د مارکیټونو نه شتون ددي لامل سوی چي زیات کروندګر یې د کوکنارو کرکیله وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون