راپور: نور ګل اندړوال
دبغلان اوسیدونکي وايي، چي لاهم فرصت غوښتونکي ډلي هڅه کوي چي دخپلو شخصي موخو په ترلاسه کولو سره ملي ګټي له زیان سره مخ کړي او نظام وننګوي.
دملی امنیت شورا مرستیال او دبغلان والي وايي، چي سیاسي حزبونه باید دیوه منظم محور له مخي حرکت وکړي او د افغان ولس ویشلو لپاره دیوشمیر حزبونوله لوري جوړ سوي دیوالونه باید خلک ونړوي.
بغلان ته دملي امنیت شورا مرستیال او دولسمشر سلاکار جنرال دین محمد جرأت راغلي اودجهاد او مقاومت له ارزښتونو د ساتني دموجو دیت داعلان په موخه یې غونډه جوړه کړې.
خو په دي غونډه کي دقومي مشرانوله لوري دافغان ولس پر یووالي ټينګارزیات وسو او له خلکو وغوښتل سول چي هیچاته اجازه ورنه کړي چي په افغانستان مېشت توکمونه په ډلو ډلو وویشي.
دبغلان والي او دملی امنیت شورا مرستیال وايي، چي سیاسي احزاب په افغانستان کي له جوړښته دافغان ولس په ګټه نه دی جوړ سوی او په هیواد کي یو شمیر حزبونو دافغانانو ترمنځ دنفاق دیوالونه درولي او اوس ددي وخت رارسیدلی چي په هیواد کي مېشت قومونه دغه دنفاق درول سوي دیوالونه ونړوي .
بغلان مېشتي ددي غونډي دویناوالو خبرو په تاید سره وايي، چي سیاسي حزبونه باید دافغانستان په څير د ستونزو ډکي جغرافیا کي دقومونو د یو موټي کیدو هلي ځلي وکړي او هغو فرصت غوښتونکو ډلو ته اجازه ورنه کړي چي دشخصي ګټو په تامین سره یې ملي ګټي په زیان کي واچوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون