راپور: سید حمید هاشمي
د کندهار پوهنتون مسٔولین وايي، حکومت دي فارغ سوو کسانو ته د کار زمنیه برابره کړي او د هغوی په مرسته دي پرتي ستونزي هواري کړي.
په دغه مراسمو کي د کندهار پوهنتون ریس ډاکټر حضرت میر طوطاخیل وویل چي دوی په ډیرو هڅو محصلین روزي او ټولني ته يې د خدمت لپاره وړاندي کوي، خو په ادارو کي هغوی ته ځای نه ورکول کیږي.
د هغه په خبره حکومت د پوهنتون څخه فراغ سویو مسلکي کسانو ته پاملرنه نده کړي او یوازي بهرنیو موسساتو د زراعت فارغیو ته موقتي د کار زمینه برابر کړي ده.
دغه راز د کندهار د ولایتي شورا غړي او د پوهنتون استادانو وویل، چي د هیواد ۷۰ سلنه اوسیدونکي په کرهڼي او مالدارۍ بوخت دي خو لا هم افغانستان ته له نورو هیوادونو څخه زراعتي محصولات واردیږي.
د دوی په خبره حکومت دي په ادارو کي مسلکي او وړ کسانو ته لومړیتوب ورکړي تر څو پرتي ستونزي هواري کړي.
وروسته د کندهار د بشري منابعو ریس عزیز احمد شیخل وویل، تر ډيره مهاله یو شمیر ځوانان بهرنیو هیوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره استولي دي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.
د هغه په خبره هڅه کوي چي په ادارو کي وړ او باسواده کسان په دندو وګماري.
دا مهال دلته د کندهار پوهنتون ترڅنګ څلور نور خصوصي پوهنتونونه هم فعالیت لري چي زرګونه ځوانان پکښي په بیلا بېلو برخو کي زده کړي کوي، چي تر فراغت وروسته بیا هم په ادارو کي ورته کار نه ورکول کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون