د روزګان په مرکز ترینکوټ کي ترا وږد ځنډ وروسته یوځل بیا پوځي عملیات پیل سوي

راپور: اجمل وصال

روزګان چي  پکښي  روانه  جګړه  دوه  کلنه کیږي  لاهم  وسله وال  طالبان  د ترینکوټ  ښار ګواښي.

اوس چارواکي وایي، د دولت د وسله والو مخالفیونو د ځپلو لپاره یې د تیرو څلورو ورځو راهیسې چاڼیز  عملیات یې  پیل  کړي او ګڼي  سیمي  یې  په لاس  راوړي  دي.

د مرکز  ترینکوټ  ښار  په  لس  کیلو مترۍ  کي هغه ښوونځۍ چي د تیرو څه  کم  دو کلونو  راهیسې په  نظامي  مرکز  بدله  سوي ده.

دلته  نه یوازي  ښوونځۍ  تشه  او  زده کوونکي  دجګړي له ویري  تللي ، بلکي  کلي  هم  له  خلکو خالي سوي او  ځمکي  شاړي  دي.

اوس نظامي ځواکونو د ترینکوټ اړوند د خانقی سیمي د نیولو  لپاره  یوځل  بیا عملیات  پیل کړي او د پرمختګ خبر هم  ورکوي.

د روزګان  د امنیې قومندانۍ د لومړي  کنډک  قومندان  دوهم  څارن  زین الله  وایي، په  روانو عملیاتو کي تردي مهاله  ۳۰ طالبان  وژل  سوي  او  پنځلس نوريې  ټپیان  چي دیوشمیر جسدونه یې  لاهم  په  سیمه کي پاته دي.

نوموړی  وایي، د طالبانو څخه  سپکي  او  درنې  وسلي او ګڼي  سیمي هم  په  لاس  راوړي دي  خو وایي،  د ښخ کړل سوو  ماینونو  له  امله  ملکیانو  ته د راتګ اجازه نه سي ورکولای.

امنیتي  سرتیري  وایي،د عملیاتو پیل  یې  تکتیکي وو او د شپي لخوا یې د طالبانو پر پټنځایونو بریدونه وکړه او هغوی یې له منځه یوړه.

دوی وایې، عملیات  یې  د خلکو  په  غوښتنه  پیل کړي  تر څو  سیمي  یې د طالبانو له شتون څخه پاکي کړي.

روزګان  چي  یو  وخت  یې امنیتې  وضعیت د سویل  په کچه ښه بلل کیده خو په دي  وروستیو کي نه  یوازي  ددغه  ولایت  مرکز  ترینکوټ  د جګړې  په ډګر بدل  سوی  بلکي  زیاتي  ولسوالۍ یې طالبان  ګواښي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...