راپور: اجمل وصال
د روزګان ولایتي مسٔوولین او په دغه ولایت کي د لوړو زده کړو د موسسې استادان وایې، چي د دوی اړوند وزارت روزګان له پامه غورځولی او ورسره توپیریز چلند کوي.
په روزګان کي د لوړو زده کړو موسسه چي دا مهال د کندهار د پوهنتون یوه څانګه ده، د تیرو پنځو کلونو راهیسې فعالیت لري خو د ودانۍ د نه شتون له امله خپلي اداري او تدریسي چاري په یوه لیسه کي مخي ته وړي.
دغه نیوکي د روزګان د لوړو زده کړو موسسې د نوي سرپرست ریٔس د ټاکل کیدو پر مهال په داسي حال کي وسوې چې په دغه تعلیمي مرکز کي ټول ۸۸۱ محصلین د تیرو څو کلونو راهیسي د پوهني وزارت پوري اړوند دیوې لیسی په ودانۍ کي زده کړي کوي.
د لوړو زده کړو ددغه مرکز مسٔوول او استادان وایې، ددوی اړوند وزارت د تیرو پنځو کلونو راهیسې ددوی ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې او هغه امتیازات چي د هیواد نورو پوهنتونونو ته ورکول کیږي اروزګان تري بې برخي دي.
دوی وایې، پوهنتون یې ودانۍ نه لري او د ۲۱ اداري واحدونو په ګډون د ۳۲ صنفونو چارې دیوي ویجاړي لیسي په اتلس اوطاقه ودانۍ کي ترسره کوي.
د اروزګان مرستیال والي هم مني چي د لوړو زده کړو وزارت نه دی توانیدلی چي دغه ولایت ته پاملرنه کړي او د محصلیونو ستونزي هواري کړي.
عبدالواحد پټان وایي، مسٔوولین دي لومړی دغه تعلیمي مرکز د کندهار له پوهنتونه مستقله او وروسته دي د ادارې او تدریسي چارو د ترسره کیدو لپاره ودانۍ جوړه کړي.
د روزګان د لوړو زده کړو موسسه دامهال د دو پوهنځیو په درلودلو سره ۸۸۱ محصلین لري، چي سږ کال به شاخوا ۲۰۰ محصلین د کرني او ښووني او روزني پوهنځیو فارغ سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون