دا د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوره کرکټ سیالیو د لړۍ د پېل سیالي وه، چي پکښي افغان لوبغاړو بامسؤلیته لوبه ترسره کړل.
افغان لوبډلي پچه وګټل او لومړۍ یې توپ وهنه غوره کړل، توپ وهونکو سیالي لوبډلي ته د ۳۳۴ منډو هدف وټاکي ولي زیمبابوي لوبډلي ونه وسوای کړای چي یاد هدف ته ځان ورسوي.
پېل سوې لړۍ به د فبرورۍ تر نوولسمي روانه وي او دواړه خواوي څلوري نوري سیالۍ لري.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د جون په میاشت کې د بنګله دېش له لوبډلې سره لوبي لري.
د کرکټ ټرکر وېب پاڼه چې د کرکټ لوبې ته ځانګړې سوې، ویلي چی په افغانستان کي د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله به د افغانستان او بنګله دېش د لوبډلو مسابقه په متحده عربي اماراتو کي وي.
دا پرېکړه د افغانستان د کرکټ بورډ په غوښتنه سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون