راپور: سردار زیارمل
د خوست اوسیدونکي وایي، چي د زراعت ریاست او د ځینو دولتي ادارو مسٔولین د نمایش په ډول زیات شمیر نیالګي کښېنوي خو هر کال په زرګونه نیالګي د نه پاملرني له امله له منځه ځي.
مدني فعالان او د خوست اوسیدونکي وایي، چي څه باندي یوه لسیزه کیږي چي د نیالګیو کښېنولو فرهنګ روان دی خو کښېنول سوي نیالګي تر اوسه ساتل سوي نه دي.
په خوست کي د زراعت ریاست له لوري د نیالګیو کښېنولو کمپاین پیل سو، خو مدني فعالان له زراعت ریاست غوښتنه کوي، چي د کښېنول سوو نیالګیو باید ساتنه وسي، کني دا ډول چاري پخوا هم تر سره سوي دي، چي اوس یې پایله مثبته نه ده.
په ورته مهال د زراعت ریاست مسٔولین ښاروالي مکلفه بولي چي د کښېنولو سوو نیالګو ساتنه پر وخت وکړي او په دي برخه کي له خلکو هم غوښتنه کوي چي د نیالګیو په ساتنه کي له دوی سره مرسته وکړي.
خوست مېشتي وایي، چي د زراغت ریاست په نمایشي کارونو ښه پوهیږي خو په عمل کي یې کارونه په نشت حساب دي مسٔولین ستونزه مني خو وایي، دا ځل به د کښېنول سوو نیالګیو سمه ساتنه ترسره کړي.
دوی وایي، چي که نوو کښېنول سوو نیا لګیو ساتنه وسي نو د خوست هره سیمه به لا سمسوره کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون