راپور: محمد یار مجروح
سره میاشت چي په روغتیايي او د طبیعي پېښو سره مخامخ کیدونکو کسانو سره د مرستي په برخه کي کار کوی وايي، چي تیر کال يې په کندهار کي له شاوخوا ۷۰۰ کسانو سره مرستي کړي او شاوخوا ۹۰ کوچنیان چي د زړه په ناروغیو اخته وه بهرنیو هیوادونو ته د درملني لپاره لیږلي دي.
بلخوا افغان ولسمشر غني او د دولت لوړ پوړو چارواکو په وار وار د یادي ټولني خدمتونه ستایلي او د لا همکاري ډاډ يې ورکړی دی.
افغاني سره میاشت په هیواد کي یو ملي خیریه او غیر دولتي بنسټ دی چي په ۱۳۱۳ه کال يې په افغانستان کي په فعالیت پيل کړی دی، دغه ټولنه د جنګ ځپلو، سیلاب ځپلو، بیځایه سوو، صحت او د ډول ډول بشري ناورینونو په برخه کي له تبعیض پرته خدمات تر سره کوي.
په کندهار کي د سرې میاشتي ریٔس سید آصف هاشمي وايي، په کندهار کي يې د نورو ولایتونو په څیر خپل فعالیتونه روان ساتلي دي.
دی وايي، تیر کال يې د سرې میاشتي د اصولو مطابق په کندهار ښار او ولسوالیو کي ۷۰۰ اړينو کسانو ته مرستي ور رسولي او شاوخوا ۹۰ په زړه سوری کوچنیان يې بهرنیو هیوادونو ته د درملني لپاره لیږلي چي شاوخوا ۳۰ کوچنیان روغ سوي دي.
دی همدا راز زیاتوي چي د هډو په ناروغۍ اخته ناروغان او شدید سوځیدلي کسان هم بهرنیو هوادونو ته د درملنی لپاره لیږي.
دا په کندهار کي د سرې میاشتي روغتیايي کلینک دی چي په او پي ډي ډول د هغو کسانو درملنه کوي چي په خصوصي روغتونونو کي د ډاکټر د فیس او د درملو د رانیولو وس نلري.
دا روغتون د کوچنیانو د واکسین لپاره هم یو ښه مرکز دی چي هر ډول واکسین کوچنیانو ته ورکول کیږي.
دغه روغتون ته راغلي ناروغان د روغتون له فعالیتونو خوښ دي او وايي، د ښار شتمن کسان باید د بې وزلو کسانو لاس نیوی وکړي.
سره میاشت نه یوازي په افغانستان کي د راستنیدونکو کسانو لاس نیوی کوي بلکي په جګړو کي د وژل سوو کسانو جسدونه د هغوی تر کورونو رسوي او د صحت په برخه کي يي تر دا مهاله د زیات شمېر هغو کوچنیانو تداوي کړې چي په زړه سوري وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون