د کندهار ولایتي شورا د یوناما له دفتر څخه وغوښتل چي په دغه ولایت کي په سیمه ایزه کچه د سولي په پروسه کي همکاري وکړي

راپور: سید حمید هاشمي

د دوی په خبره د طالبانو یو شمېر مهم قومندانان د کندهار اوسیدونکي دي او له دغه ځایه باید سولي خبري پیل سي.

بلخوا په جنوب کي د یوناما مسٔولین وايي، دوی د سولي د پروسې ملاتړ ملاتړ کوي او له حکومت سره پدي برخه کي همکاريو ته ژمن دي.

د کندهار ولايتي شورا په دغه ولایت کي د یوناما د دفتر له مشر سره په لیدنه کي له نوموړي وغوښتل چي په دغه ولایت کي له طالبانو سره دسولي خبري پیل کړي او له دغه ځایه د سولي پروسه حمایت کړي.

د کندهار د ولایتي شورا ریٔس سید جان خاکریزوال او یو شمیر غړو يي وویل چي د طالبانو ډیری قومندانان د کندهار اوسیدونکي دي او باید دلته په سیمیزه کچه له هغوی سره تماسونه ونیول سي.

دغه راز دوی له یادي ادارې وغوښتل چي د هغو کسانو سره مرستي وکړي چي په جګړو کي ورته زیان رسیدلي وي.

بلخوا په جنوب کي د یوناما مشر روبین کلفین وویل، چي دوی د افغان حکومت سره په ښه حکومتدارۍ، بیا رغونه او بشر حقونو لپاره کار کوي.

خو هغه وویل، ډير تمرکز يې دسولي پر پروسه دی او هڅه يې داده چي په افغانستان په خاص ډول جنوبي حوزه کي امینتي ثبات راسي او خلکو ته خپلي مرستي او خدمات ورسوي.

هغه وویل، د سولي پروسئ ملاتړ کوي او دلته به د جنګ ځپلو کورنیو سره مرستي نوري هم زیاتي کړي.

دغه راز ولایتي شورا د ته یو شمېر کسان هم د خپلو ستونزو د هواري په موخه ورغلي وه چي ولایتي شورا يې، د حل لپاره خپلي پریکړي وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...